حزب اسلامي: د زلمي خلیلزاد هرکلی کوو

نن ټکی اسیا (شنبه،۱۰وږی ۱۳۹۷ل): که څه هم د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په حیث، د زلمي خلیلزاد د احتمالي ټاکل کېدو په تړاو زیات شمېر مخالف نظرونه هم موجود دي. خو د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب ډلي د یوې اعلامیې په صادرولو سره د هغه ملاتړ کړی دی.

د ویسا ورځپاڼې په وینا، له هېواده بهر او دننه ځینو افغانانو له ټرمپه غوښتي چې زلمی خلیلزاد دې د افغانستان په چارو کې خپل استازی نه ګوماري. د ورځپاڼې په قول، له ټرمپ څخه دغو کسانو د داسي یو لیک له لاري غوښتنه کړي چې تر 2 زره زیات لاسلیکونه یې ورباندي کړي.

دغه ډله کسان وايي زلمی خلیلزاد په خپلو چارو کې بریالی نه و او همدا راز یې په افغانستان کې قومي مسایلو ته لمن وهلې ده.

خو حزب اسلامي د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد ګمارنه د افغانستان لپاره مناسبه او پرځای اقدام بولي.

د حزب په ګمان خلیلزاد د افغانستان له وضعیت څخه په کامله توګه واقفیت لري، د حزب اعلامیه وایی خلیلزاد په سېمه او نړۍ کې یو وتلی، باتجربه او مشهور ډيپلومات ګڼل کېږي.

ویسا ورځپاڼه وایی چې زلمي خلیلزاد له حزب څخه غوښتنه کړي وه، چې په افغانستان کې د امریکا د ځانګړي استازي په حیث د ده د ټاکل کېدو په اړه یې د یوې رسمی اعلامیې له لارې ملاتړ وکړي.

حزب اسلامي په داسي حال کې د زلمي خلیلزاد ملاتړ کوي چې له ارګ سره یې په دې وروستیو کې اړیکي ترینګلي ښکاري، چې خبره یې ان تر ګواښونو سره رسیدلي. وړمه ورځ د حکمتیار زوی حبیب الرحمن ویلي: د جانکیري په مټ رامنځ ته شوی غیرقانوني حکومت مو حزب نشي منحلولای.

د شنونکو په ګمان حزب اوس غواړي چې د خلیلزاد په ملاتړ ځان امریکا ته نژدې کړي او د هغوی خواخوږي ځان ته جلب کړي.

بل خوا نن تازه د امریکا سرپلټونکې ادارې (سیګار) په خپل تحقیقي راپور کې ویلي، کابل ته د ګلبدین حکمتیار راتګ د سوله ایزو هڅو په پر مختګ کې هیڅ اثر نه دی کړی او نه یې هم د جګړو په کمولو کې کوم اغیز ښندلی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د