افغانستان

پاکستان په ننګرهار کې خپله قونسلګري تړلې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰وږي، ۱۳۹۷ل): پاکستان په ننګرهار کې خپله قونسلګري تړلې او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

په کابل کې د پاکستان سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، دوی دا قونسلګري د ننګرهار د والي د مداخلې له امله تړلې ده.

خبرپاڼه زیاتوي د ننګرهار والي حیات الله حیات د قونسلګري په چارو کې مداخله کوله، چې دوی يې هم دروازه را وتړله.

له دې قونسلګرۍ نه په ورځني ډول لسګونو کسانو پېښور او پاکستان ته د سفر چارې رسمي کولې، چې اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د ننګرهار ځايي چارواکو او په پاکستان کې د افغان سفارت مسؤلینو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د پاکستان له سفارته په خپره شوې خبرپاڼه کې د مداخلې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي، خو له څو ورځو راهیسې په ننګرهار کې د کلدارو د چلند پر ضد اقدامات ګړندي شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جاهد

نن ټکی اسیا داسې ښکاري چه خپل واکه نه یاست حقیقت مو نه دی لیکی والي په قنسل ګرۍ کې د رشوت مخه نیولې او دوی په ځواب کې قنسل ګرې تړلې ده.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x