پاکستان په ننګرهار کې خپله قونسلګري تړلې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰وږي، ۱۳۹۷ل): پاکستان په ننګرهار کې خپله قونسلګري تړلې او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

په کابل کې د پاکستان سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، دوی دا قونسلګري د ننګرهار د والي د مداخلې له امله تړلې ده.

خبرپاڼه زیاتوي د ننګرهار والي حیات الله حیات د قونسلګري په چارو کې مداخله کوله، چې دوی يې هم دروازه را وتړله.

له دې قونسلګرۍ نه په ورځني ډول لسګونو کسانو پېښور او پاکستان ته د سفر چارې رسمي کولې، چې اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د ننګرهار ځايي چارواکو او په پاکستان کې د افغان سفارت مسؤلینو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د پاکستان له سفارته په خپره شوې خبرپاڼه کې د مداخلې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي، خو له څو ورځو راهیسې په ننګرهار کې د کلدارو د چلند پر ضد اقدامات ګړندي شوي دي.

تبصرې (1)

  • نن ټکی اسیا داسې ښکاري چه خپل واکه نه یاست حقیقت مو نه دی لیکی والي په قنسل ګرۍ کې د رشوت مخه نیولې او دوی په ځواب کې قنسل ګرې تړلې ده.