افغانستان

بدخشان: غلو د پوهنې امر وژلی او معاشونه يې تښتولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰وږي، ۱۳۹۷ل): د بدخشان ولایتي شورا وايي د واخان ولسوالۍ په مربوطاتو کې غلو د دې ولسوالۍ د پوهنې امر وژلی او پیسې يې ترې وړې دي.

د دې شورا غي عبدالله ناجي رسنیو ته ويلي، پېښه نن سهار د واخان په سیاه پشته سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه، چې د دې ولسوالۍ د پوهنې امر د ښوونکو معاشونه لېږدول.

هغه د تلفاتو او تښتول شویو پیسو دقیق شمېر نه دی ښوودلی، خو وايي چې د واخان د پوهنې امر د دې ولسوالۍ د ښوونکو معاشونه سیمې ته لېږدول چې غلو پرې برید وکړ.

هغه وايي تر اوسه یوازې د پوهنې امر له وژنې خبر دی.

د بدخشان چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x