افغانستان

د عدالت غوښتنې ډله: تېره میاشت کې ۲۶۱ تنه ملکي وګړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰وږي، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې په نوم ډله وايي، تېره میلادي میاشت کې ۲۶۱ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د دې ډلې د راپور پر اساس د وژل شویو تر څنګ د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې ۵۲۴ تنه نور ټپيان شوي دي.

د راپور له مخې په تېره میاشت کې د وړمې میاشتې په پرتله ملکي مرګ ـ ژوبله ډېره شوې ده.

د دوی په وینا جولای میاشت کې په ۲۳ ولایتونو کې ۲۳۲ تنه وژل شوي و او ۳۱۳ نور ټپیان و.

د راپور چمتو کوونکو د داعش له لوري په کابل کې پر موعود ښوونیز مرکز او پکتیا کې پر یو مسجد د خونړيو بریدونو ملکي تلفات هم پر طالبانو حساب کړي او ويلي يې دي چې د تېرې میاشتې په اوږدو کې د ملکي تلفاتو د پړې ډېر مسؤلیت د طالب سرتېرو پر غاړه دی.

په تېره میلادي میاشت کې د جګړې پنځه ورځنۍ جګړه هم شامله ده، چې که څه هم دولتي سرچینو پکې د پراخې ملکي مرګ ـ ژوبلې خبر ورکړی و، خو ځايي اوسېدونکي ورته نظر نه لري.

د غزني ښار اوسېدونکي وايي چې په خشک او پښتون اباد کلیو کې د بمبار له امله جلا جلا ۱۸ او ۱۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي، خو د ښار په کوڅو کې په جګړه کې د جګړې دواړو اړخونو ته درانه تلفات اوښتي، ملکي دومره نه و، لکه دولتي سرچینو چې يې یادونه کوله.

په هېواد کې د مخامخ جګړې په ترڅ کې د تلفاتو تر څنګ ملکي وګړو ته ډېری تلفات د هوايي بریدونو له امله اوښتي، چې د ټرمپ د ستراتېژۍ متمرکزه برخه جوړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx