کرېکټ بورډ په سوداګریز لیګ کې د لوبډلو پانګوالۍ له ستونزو سره مخ کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ وږی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ بورډ د نوي پېلونکي سوداګریز لیګ په پانګوالی کې د سوداګرو په نه شتون کې له یو شمېر ستونزو سره مخ دی.

د افغان پریمیئر لیګ (APL) چې پنځه لوبډلې لري او په نړیواله کچه ترسره کیږي د لوبډلو د پلور لړۍ یې څو ورځې وړاندې پېل شوې چې تر دې دمه دوه لوبډله (پکتیا او بلخ) یې د دوه هندي کمپنیو لخوا پلورل شوي خو درې نورې لوبډلې (کابل، کندهار او ننګرهار) لا هم پر ځای پاتې دي.

دغه لیګ چې په لومړي ځل پېل کیږي له وړاندې د ستونزو ښکار شوی دی، ددې لیګ د لوبډلو پلورلو لپاره لومړی د اګست میاشتې ۱۵مه نېټه ښودل شوې وه خو وروسته د اګست په ۲۷مه نېټه ترسره شو، چې په هغې کې د لوبډلو نومونو او د لوګو ښودل او دوه لوبډلې وپلورل شوې.

د افغانستان کرېکټ بورډ په خپل فیسبوکپاڼه افغان پانګوالو ته اعلان کړی تر څو د لوبډلو په اخیستلو کې برخه واخلي چې ددغه لیګ په ریښتیني ډول په نړیواله کچه د افغانستان او هېوادوالو استازیتوب وکړای شي.

یادو ستونزو ته په کتلو د لیګ په ترسره کېدو کې ډير کم وخت پاتې دی، چې له یوې خوا د درې لوبډلو پلورل او له بلې خوا د لوبغاړو بولۍ پر ځای پاتې دي.

د راپورونو له مخې دغې لیګ ته تر دې دمه د کرېس ګیل، شاهد افریدي، شعیب ملک، برینډن مکولم، مصباح‌الحق، کمارسنګاکارا، تمیم اقبال، تیسارا پریرا او عمران طاهر په څېر لوبغاړیو د لوبېدلو له‌پاره نوم ‌لیکنه کړې ‌ده.

افغانستان کرېکټ بورډ د هېواد دننه پانګوالو ته خبرداری ورکړی که چیرې دوی په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د لوبډلو په پلورلو کې چمتو والی ونه ښود کرېکټ بورډ به بهرني پانګوالو سره مخ ته ولاړ شي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان پریمیئر لیګ په لومړي وار په عربي اماراتو کې له پنځم اکتوبر څخه تر درویشتم اکتوبر پورې د پنځه لوبډلو په تړاو چې ټولې ۲۳ سیالۍ ترسره کیږي پېل شي.