اربکی قومندان؛ عبدالشکور

اربکی قومندان له کلونو جګړې وروسته د خېټې غم سوال ته اړ کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰وږي، ۱۳۹۷ل): په پکتیکا کې یو اربکی قومندان وايي، چې په جګړه کې يې سخته ماته خوړلې، ملګري او د کورنۍ غړي يې له لاسه ورکړي او اوس د خېټې ډکولو لپاره سوال ته لاس غځوي.

دغه قومندان عبدالشکور نومېږي، چې په جاني خېلو ولسوالۍ کې د اربکیانو عمومي مسؤلیت ورله غاړې و، خو اوس د پکتیکا په مرکز کې په یوه ګوله ډوډۍ پسې په منډه دی.

پژواک د هغه له خولې وايي چې د جګړه مارۍ وخت کې يې د کورنۍ اتلس غړي له لاسه ورکړي، خو اوس يې سیمه د طالب سرتېرو تر واک لاندې ده.

هغه وايي، د جانخېلو د هستۍ کلي اوسېدونکی دی، خو هلته اوس د طالبانو واک دی او دی د ولایت په مرکز کې په یوه ګوله ډوډۍ پسې حیران دی.

دا اربکی قومندان وړاندې زیاتوي چې د قربانیو خو يې قدر نه دی شوی، بلکې دوه میاشتې وړاندې له دندې هم ګوښه شوی او هیڅ عاید نه لري.

دی وايي د لوږې غږ يې هیڅوک نه اوري، په خلکو کې به نارې کړي چې د حکومت ملګرتیا د ځان تباه کول دي.

اربکي قومندانان چې په جګړو کې له ماتې وروسته يې حکومت ډېری وخت نامسؤل وسله‌وال معرفي کوي، په ګڼو ولایتونو کې له ورته حالاتو سره مخ دي.

اربکیان د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۲م کال د غزني په اندړو کې د بهرنیانو په همکارۍ د وخت د ملي امنیت د رییس اسدالله خالد له لوري را وټوکېدل، چې د سیمې د اوسېدونکو په قول، له خپل منځي بدۍ پرته يې نور څه ترې لاس ته نه دي ورغلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د