fbpx

ای عمره! ستا په څیر عدل به څوک وکړي؟!

لیکوال:عبدالله عزام

یوه ورځ امیرالمؤمنین عمربن الخطاب رضي الله تعالی عنه بهر ته ووت او ځیني اوښان یې ولیدل چې د امیرالمؤمنین د هغو د ښه رنګ او چاغوالي له امله هغه ډیر خوښ شول. امیرالمؤمنین پوښتنه وکړه چې” دا اوښان د چا دي؟”

خلګو ورته وویل چې د عبدالله ابن عمر دي.
عمر رضي الله تعالی عنه راستون شو او د ځان سره یې ویل:”بخ بخ یاابن عمر! ” بیا یې حکم وکړ چې هغه اوښان ټول بیت المال ته راولئ او سمدستي یې په عبدالله پسي سړي واستول. عبدالله ابن عمر چې کله راغلی، حضرت عمر رضي الله تعالی عنه ورته وفرمایل:
“دا اوښان چیرته وه ای عبدالله؟! ”
ابن عمر رضي الله تعالی عنه ځواب ورکړ:
“دا ډنګر اوښان ؤ چې ما په خپل ټول مال رانیول، بیا مي د څریدلو لپاره ولېږل او هغه څه پکي لټوم، څه چې پکي نور مسلمانان لټوي(یعني حلاله ګټه)

حضرت عمر رضي الله تعالی عنه ورته وفرمایل:ته هم تاواني شوې او پلار دي هم تاواني شو ای د عمر زویه! ځکه چې خلګ چې کله ستا اوښان وویني نو وایې به چې د امیرالمؤمنین د زوی اوښان(لومړی) اوبه کړئ؛ د امیرالمؤمنین د زوی د اوښانو خیال وساتئ او د امیرالمؤمنین د زوی اوښانو ته لاره پرېږدئ. دا رنګه به ستا اوښان چاغ شي او ستا ګټه به د نورو مسلمانانو په پرتله زیاته شي. بیا یې پرې چیغه کړه:
ای عبدالله! څومره قیمت چې دي د دې اوښانو د رانیولو لپاره اداء کړ دی هغه واخله؛ ګټه یې په بیت المال کې جمع کړه او د ځان لپاره کوم بل کار وګوره.

الله تعالی دي درڅخه راضي شي ای عمره!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د