اسیا جام: هندوستان به له ویرات کوهلي پرته سیالۍ ترسره کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ وږی، ۱۳۹۷ل): د اسیا جام سیالیو لپاره  د هندوستان لوبډلې له ویرات کوهلي پرته د لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ چې مشري یې روهیټ شرما تر وسپارل شوه.

د کرېکټ نړیوالې شورا د راپور سره سم ویل شوي چې د ۲۰۱۸م اسیا جام سیالیو لپاره هند لوبډلې د پنځلس لوبغاړو نوملړ په ډاګه کړ، ویرات کوهلي ته د ارام مشوره ورکړل شوې ده او پر ځای یې روهیټ شرما لوبډلمشر ټاکل شوی دی.

همدا ډول خلیل احمد په لومړي ځل د هند لوبډلې په نوملړ کې اخیستل شوی، خو سریش راینا ته موقع نه ده ورکړل شوې. د پنځلس کسیزې لوبډلې نوملړ په لاندې ډول دی:

روهیټ شرما (لوبډلمشر)، شیکر دهاون، کی ایل راهول، امیتاب رایډو، منیش پانډې، کیدر جادو، ایم ایس دهوني، دینیش کارتیک، هاردیک پانډیا، کلدیپ یادو، یوزیندرا چاهل، اکسر پټیل، بوینشور کمار، جسپریټ بومرا، شرادول ټاکر، خلیل احمد.

په اسیا جام سیالیو کې شپږ لوبډلې برخه اخلي، چې د یوې کوالیفایر لوبډلې په ګډون به هندوستان، افغانستان، پاکستان، سرېلنکا او بنګلدیش لوبډلې ګډون کوي، چې په دوه ګروپونو ویشل شوې دي، او ټولې به په کې ۱۳ سیالۍ ترسره کیږي.

ګروپ A کې د هندوستان، پاکستان او یوه غوراوي ګټونکې لوبډله وي، په ګروپ B کې به افغانستان، سرېلنکا او بنګلدیش لوبډلې وي، چې افغانستان به خپله لومړۍ سیالۍ د سرېلنکا پر وړاندې په ۱۷ ستمبر ترسره کوي.

د اسیا جام تر ټولو ستره سیالۍ د هند او پاکستان ترمنځ ده، چې وار د مخه یې ټکټونه هم پلورل شوې دي، دغه سیالۍ به د ستمبر په ۱۹مه نېټه ترسره کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د