لوکا موډریج؛ رونالډو، میسي او محمد صلاح وروسته پريښودل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ وږی، ۱۳۹۷ل): د کروشیا فوټبال لوبډلې تکړه لوبغاړی او لوبډلمشر لوکا موډریج په ۲۰۱۷/۱۸م کال اروپا اتلانو لیګ سیالیو کې د نړۍ تر ټولو مشهور او ستر لوبغاړي وروسته پریښودل.

د ریال میدرید لوبډلې منځني لوبغاړي په اروپا اتلانو لیګ کې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله، او د نړۍ درې مشهور ستوري کریستیانو رونالډو، لیونل میسي او محمد صلاح وروسته کړل، چې رونالډو دویم، محمد صلاح درېیم خو لیونل میسي پنځم نمبر واخیست.

تېره ورځ د اروپا اتلانو لیګ لخوا د جایزو مراسمو کې لوکا موډریج ته د کال سرو زرو (ګولډن) بوټ جایزه ورکړل شوه او په همدې ډول د ۲۰۱۷/۱۸م کال د اروپا اتلانو لیګ غوره لوبغاړی شو.

د اروپا اتلانو لیګ کلني غوره لوبغاړي لپاره ځانګړې سیالۍ ترسره شوه، چې د موډریج، رونالډو او محمد صلاح ترمنځ وه، لوکا موډریج دواړه لوبغاړي وروسته پریښودل او په زیاتو رایو ترلاسه کولو یې یاده جایزه وګټله.

په ۲۰۱۸م فوټبال نړیوال جام کې چې په روس هېواد کې ترسره شو د لوکا موډریج لوبډله «کرویشیا» پایلوبه کې فرانس ته په ۴-۲ ماتې وخوړه، خو مشر یې لوکا موډریج د نړیوال جام د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه، او د سرو زرو توپ جایزه یې وګټله.

د یادونې وړ ده چې هر کال د اروپا اتلانو لیګ فوټبال سیالۍ ترسره کیږي، او د ۲۰۱۷/۱۸م کال سیالۍ د ریال میدرید لوبډلې د لیور پول لوبډلې ته په ماتې ورکولو وګټله.