د بلخ شاهين قول اردو کې د ملي اردو يوه چورلکه نسکوره شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰وږي، ۱۳۹۷ل): د بلخ ۲۰۹ شاهين قول اردو کې د دولتي عسکرو يوه چورلکه له ښکته کېدو وړاندې نسکوره شوې ده.

د شاهين قول اردو مسوولينو رسنيو ته تاييد کړې، چې د دفاع وزارت چورلکه له ښکته کېدو وړاندې نسکوره شوې، خو د نسکورېدو د لامل په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي، چې د تخنيکي ستونزې له امله غورځېدلې او که د طالبانو په بريد کې له منځه تللې ده.

د شاهين قول اردو وياند حنيف رضايي رسنيو ته ويلي، چې نسکوره شوې چورلکه د بهرني شرکت وه او له دفاع وزارت سره قراردادي وه، چې نورو پوځي مرکزونو او د جګړې ډګر ته به يې عسکر لېږدول.

د رضايي په وينا د چورلکې نسکورېدو له امله مرګ ژوبله هم اوښتې، خو د شمېر په اړه يې څه نه دي  ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د