نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وږي، ۱۳۹۷ل): د امریکا دفاع وزارت وايي دوی پر پاکستان هغه ۳۰۰ میلیونه ډالر مرسته ځنډولې چې دې هېواد ته يې ورکوله.
د پنټاګون ویاند کن فالکنر ويلي، دوی به دا مرسته هلته ولګوي، چې «اړتیا يې لیدل کېږي.»
امریکايي چارواکو پر پاکستان د مرستې د ځنډ علت، له «وسلهوالو» ډلو د دې هېواد ملاتړ یاد شوی دی.
دا اقدام وروسته له هغه کېږي، چې په پاکستان کې د رهبرۍ په کچه بدلون راغلی او د لومړي ځل لپاره واک انصاف ګوند ته په ګوتو ورغلی.
ټاکل شوې، په نږدې ورځو کې د امریکا د دفاع وزیر پاکستان ته سفر وکړي او د هغه هېواد له نوي لومړي وزیر عمران خان سره وویني.
وړاندې تر دې د روان کال په لومړیو کې امریکا اعلان کړی و، چې له پاکستاني استخباراتو سره ټولې کېدونکې مرستې به وځنډوي.
امریکايي چارواکو پاکستان پرلپسې د دوی په خبره له «ترهګرو» سره د مرستې په نوم تورن کړی، خو دې هېواد دا تورونه رد کړي دي.