fbpx

د تذکرو د وېش مرکز، د دوی له لوري د جعلي تذکرو وېش ردوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وږي، ۱۳۹۷ل): د نفوسو د احوالو د ثتبت مرکز وايي، د ملي ائتلاف له لوري رسنیو ته ښوودل شوې جعلي تذکرې له جعلي ادرسونو خپرې شوې.

تېره ورځ د «لوی ملي ائتلاف» په نوم د ګوندونو ګډ حرکت رسنیو ته سلګونه داسې تذکرې وښودې چې جعلي جوړې شوې دي.

د نفوسو د احوالو د ثبت مرکز وايي دوی شاوخوا پنځه مېلونه تذکرې وېشلې، چې درې مېلیونه يې ډيجیټلي ثبت شوې او پر پاتې نورو کار روان دی.

د دې ائتلاف ویاند فضل الرحمن اوریا رسنیو ته ويلي، چې له ۳۳ ولایتونو يې شاوخوا یو میلیون داسې اسناد را ټول کړي چې هیڅ انکار ترې نه شي کېدلی.

د ټاکنو کمیسیون یو ویاند سید حفیظ الله هاشمي د فساد شتون نه ردوي او دعوه کوي چې دې کې افغان ولس شریک دی او هغوی پخپله خوښه ثبت نامونه کړي دي.

هغه وړاندې زیاته کړې چې ګڼو سیمو کې له قانونه سرغړونه شوې او کم عمره ماشومان هم د رایې لپاره ثبت شوي دي.

فضل الرحمن اوریا وايي، دوی درې کټګورۍ اسناد را ټول کړي، چې په نوماندانو، حکومت او ټاکنو کمیسیون پورې اړه لري.

یاده دې وي په هغو جعلي تذکرو کې چې لوی ملي ائتلاف رسنیو ته وښودې، په یو نوم څو تذکرې جوړې شوې وې او ان مړیو ته هم تذکرې ورکړل شوې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د