دفاع وزارت د طالبانو د نفوذ په اړه د محقق څرګندونې رد کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وږي، ۱۳۹۷ل): د ملي دفاع وزارت ویاند، د طالبانو د پراخ نفوذ او واک په اړه د محمد محقق څرګندونې رد کړې.

د اجراییه ریاست مرستیال او د وحدت ګوند مشر محمد محقق وړمه ورځ له اریانا نیوز سره په خبرو کې وویل، چې طالبان د هېواد په پراخه برخه بشپړ واک لري.

هغه وویل، اویا، اتیا سلنه شکمنه ده، خو شپېته سلنه خاوره بشپړه د طالبانو تر لاس لاندې ده.

د ملي دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید دعوه کوي چې د محمد محقق څرګندونې ناسمې دي او په وینا يې حد اقل هیڅ لویه لاره د طالبانو لاس کې نشته.

غفور احمد جاوید وايي یوه ولایت مرکز هم د دوی له ګوتو نه دی وتلی، ځکه خو د محقق څرګندونې ناسمې دي.

د دفاع وزارت ویاند په داسې حال کې د محمد محقق څرګندونې ردوي، چې هغه تر دې وړاندې هم طالبان په هېواد کې د پراخې ساحې لرونکي بللي و.

محقق ویلي و، چې د هېواد ډېره خاوره له طالب سرتېرو سره ده او دولت یوازې په پوځي او حکومتي ودانیو پورې محدود دی.

یاده دې وي د روزګان، فاریاب، غزني، لوګر، پکتیکا، پکتیا او ګڼو نورو ولایتونو د لویو لارو او ولسوالیو ته د غځېدلو لارو واک له طالبانو سره دی، پر دې سربېره پلازمېنه کابل کې هم د طالبانو فعالیت ملي شورا هم تبصرو ته اړ کړه.