fbpx

اسیا جام: لاست ملینګا له ډیرې مودې وروسته یو ځل بیا لوبډلې سره یوځای شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ وږی، ۱۳۹۷ل): د ۲۰۱۸م کال اسیا جام سیالیو لپاره چې په متحده عربي اماراتو کې شپږو لوبډلو سره ترسره کیږي په شمار څو ورځې پاتې دي.

یو له اسیا جام لوبډلو څخه سرېلنکا ده، چې تېره ورځ یې په خپاره شوي راپورونو کې ویلي چې ددې لوبډلې تکړه او د یارکرو باچا لاست ملنګا یو ځل بیا لوبډلې ته د اسیا جام لپاره راستنیږي.

د سرېلنکا لوبډلې د راتلونکې اسیا جام پنځوس اوریزې سیالیو لپاره شپاړس کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې په دغه نوملړ کې له اوږدې مودې وروسته لاست ملنګا یو ځل بیا کرېکټ ته راستنیږي.

سرېلنکا لوبډله د اسیا جام په B ګروپ کې له بنګلدیش او افغانستان سره ځای لري، چې لومړی لوبه به د بنګلدیش پر وړاندې په ۱۵ ستمبر پېل کوي، او د افغانستان سره سیالۍ به یې په ۱۷ ستمبر وي.

ملنګا چې په یارکر توپ ویشتلو د کرېکټ په نړۍ کې ځانګړی شهرت لري، له تېر یو کال راهیسي د سرېلنکا غوراوي کميټې لخوا له پامه غورځول شوی و چې بالاخره د سرېلنکا کرېکټ بورډ ملنګا ته یو ځل بیا اړ شو او په یادو سیالیو کې یې ځای ورکړ.

د یادې لوبډلې تکړه لوبغاړی دینش چندیمل له شپږو سیالیو بندیزو وروسته یو ځل بیا لوبډلې ته راستون شوی، په نوموړي د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا تور و چې د لوبدلې په دوران کې يې درغلي کړې وه، چې وروسته د شپږو سیالیو بندیز سره مخ شو.

د سرېلنکا لوبډلې شپاړس کسیز نوملړ په لاندې ډول دی:

انجلیو میتیوز (لوبډلمشر)، کوسال پریرا، کوسال مینډس، اپل ترنګا، دینش چندیمل، دنوشکا ګونتیلکا، تیسارا پریرا، ډاسون شناکا، دنجایا ډیسلوا، اکیلا دنجایا، دیلورن پریرا، امیلا اپونسو، کسون راجیتا، سورنګا لکمل، دوشمنتا چمیرا او لاست ملنګا.

لاست ملینګا د روان کال په فرورۍ میاشت کې ویلي وو چې غواړي نور له نړیوال کرېکټ سره مخه ښه وکړي او یوازې د روزونکي په توګه له لوبډلو سره دنده ترسره کړي، خو وروسته د کرېکټ بورډ په غوښتنه لوبډلې ته ستون شو.

دده په نړیوالو ریکارډونو کې يې د سویلي افریقا په وړاندې لوبه کې په څلورو توپونو ۴ پرلپسې ویکټې ترلاسه کول وو چې د کرېکټ په تاریخ کې لومړنی ریکارډ دی، همدا ډول نوموړی یوازینی لوبغاړی دی چې د کرېکټ په نړیوال یو ورځني جام کې يې دوه هیټریکه اخیستې دي.

نوموړي د خپلې لوبډلې سرېلنکا لپاره په ۳۰ ټیسټ لوبو کې ۱۰۱ ویکټې، په ۲۰۴ یو ورځنیو لوبو کې ۳۰۱ ویکټې او په ۶۸ شل اوریزو لوبو کې ۹۰ ویکټې ترلاسه کړي دي.

یاده دې وي چې سرېلنکا به سږکال د شپږم ځل لپاره اسیا جام سیالۍ ترسره کوي، وروستی ځل سرېلنکا په ۲۰۱۴م کال کې هندوستان ته په ماتې ورکولو د یاد جام اتلولي ګټلې وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د