افغانستان

حزب اسلامي وايي د دوی د مشر راتګ بې اغېزې نه دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وږي، ۱۳۹۷ل): حزب اسلامي د ګلبدین حکمتیار د راتګ په اړه د سیګار راپور بې اساسه بللی او ويلي يې دي، د دوی د مشر راتګ بې اغېزه نه دی.

سیګار وړمه ورځ پخپل راپور کې د حکمتیار راتګ د سولې اړوند بې اغېز وباله او ويې ویل چې په دوه کاله کې يې هیڅ اغېز نه دی کړی.

د سرچینې په وینا د امریکايي پوځي چاراکو په ګډون محمد اشرف غني هم دې ته هیله من و، چې که حکمتیار له جګړې لاس واخلي، نو د دوی پر وړاندې ولسي مقاومت به یو څه کمزوری شي، خو ښکاري چې هیلې يې اوبو وړې دي.

کابل کې د حزب اسلامي – حکمتیار؛ له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي له حکومت سره د حکمتیار یو ځای کېدو له «برکته» د سولې خبرې اوس یو څه پر مخ تللې دي.

هم مهاله د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال بیا د سیګار راپور تاییدوي او وايي چې د حکمتیار راتګ کوم اغېز نه دی لرلی.

امید میثم وايي، د حکمتیار له راتګه چې خلکو او حکومت کومې هیلې لرلې، هیڅ نه دي پوره شوې.

د ده په خبره «د راتګ له امله يې موږ د خاصو تغیراتو شاهدان نه یو.»

ګلبدین حکمتیار دوه کاله وړاندې د ۱۳۹۵ل په مېزان کې له حکومت سره د سولې په نوم تړون لاسلیک کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حاجی دوست محمد دسخیل

دحکمتیار تګ کابل ته حکمتیار ته ګټه کړی چی له شورایی امنیت اوموږ تجارانو سخه په ملیونو دالر راټولوی حکومت ته یی هیڅ کټه نه ده رسیدلی اونه په جنګو کوم اغیز شوی ده حکمتیار سره دفچو خلک شته خو دبار خلک نه لری چی په ده سختی راشی او ده سره دی ودریږی نور نو دحکمتیار دمحکمی وقت را رسیدلی چی حکومت مخکنی جنګو حساب ورسره وکړی او دافغانستان ورانووکی کړی له دوستم نه شروع تر حکمتیاره دګوانتانامو قفس ته واچوی او که داسی ونه شی نړیواله محمکه به درواغجنه وی او دخلکو ستر ګوته ته به خاوری اچوی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x