د هند په یوه کلي کې خلک د لړمانو سره لوبې کوي او اختر لمانځي/ انځورونه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ وږی، ۱۳۹۷ل): د هند په یوه کلي کې ټول کشران، مشران او آن د پوخ عمر لرونکي کسان د لړمانو سره لوبې کوي، اختر ورسره لمانځي او هم یې په ځانګړي وخت کې عبادت کوي.

دغه کلی چې «نیګا پنچامي» نومیږي او د هند په سویلي لویدیز بنګلور ایالت کرناتکا کې پروت دی، لړمانو ته د خدای مقام ورکوي، او زهر لرونکی لړم کله کوچنیانو ته لاسو کې ورکوي، کله په مخ او کله په سر ورته ږدي.

ددغه کلي خلک په کال کې یو ځل د اختر په نوم یوه ستر غره ته خیژي چې دغه غر ته یې د «لړمانو غر» نوم ورکړی او هلته په دې ورځ له بې شمېره لړمانو سره وخت تیروي او پر هغوی لوبې کوي، ددې ځای خلک وایي چې دوی دغه ورځ ځکه ځانګړې کړې چې په دغه ورځ په غره کې بې شمېره لړمان راوځي.

دا خلک په دې باوري دي چې لړمان ددوی ساتنه کوي، که دوی هغه په خوله کې هم ونیسي چیچل نه کوي، تر دې چې کوچنیان هم بې له کوم ډاره د لړمانو سره لوبې کوي.

دوی دعوه کوي چې تر دې دمه په زرګونو خلک دغه اختر په ځانګړو لارو لمانځي، او لړمانو سره لوبې کوي، خو تر اوسه یې هیڅ کوم کس نه چیچلی او نه هم د چا د مرګ اوزاه خپره شوې.