
افغانستان
بلخ امنیه قومنداني: د ملي محاذ ګوند د ځايي مشر کور ته غله ننوتي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وږي، ۱۳۹۷ل): د بلخ امنیه قومنداني وايي دوی په دې ولایت کې د ملي محاذ ګوند د ځايي مشر اختر محمد ابراهیم خېل کور محاصره کړی دی.
د امنیه قومندانۍ د امنیت امر عبدالرزاق قادري وايي په مزار شریف ښار کې د قالینو پلورونکي لوټل شوي او غله د ابراهیم خېل کور ته ننوتي دي.
هغه وايي له غلو سره د ابراهیم خېل زوی نور محمد هم ملګری دی او د نغدو پیسو سربېره يې دوه هایلکس او کرولا موټر هم تښتولي دي.
لا هم په سیمه کې د ملي محاذ ګوند د دې قومندان کور محاصره دی، حکومت د غلو غوښتنه کوي خو هغه يې له ور سپارلو ډډه کوي.
د دې قومندان زوی نقیب الله ابراهیم خېل چې د امنیت مشاور هم دی، وايي پلار ته يې د عطامحمد نور د کسانو له لوري دسیسه جوړه شوې او پورته ټول تورونه بې بنسټه دي.
ښـــــه ! ما چي ويل د محاذ د ګوند سيمه ييز مشر (يعني د غله کورته) نور غله ننوتلي دي؟ زه اريان سوم چی د غلو کور ته غله څنګه ننوزي؟! د دوی غوندي ټولو کسانو کورونه له دې اوولسو کلونو څخه د غلاوو، فساد او دسيسو جوړولو او داسي ډېرو نورو جنايتونو مراکز دي. جنګ هم دلته د روس او امريکا په جنګ بدليږي او که د خدای رحم نه وي دا حګړه به نور ابعاد هم پيدا کړي او غله به ښې تهيې پکښي ونيسي. خدای مو دي پرده ورسره کوي. لکه چي د قيامت د ځينو علامو… نور لوستل »
عجیبه خبره خوپه افغانستان کی داده چی شورای امنیت یا هم اتمر ## دافغانستان دغلو ځامن شورایی امنیت کی فه لویو معاشومقرر کړی دافغانستان دقومندانانو ځامن شورایی امنیت کی دزورواکو ځامن شورایی امنیت کی درهبرانو ځامن شورایی امنیت کی ۰۰۰ دنن ټکی اسیا له محترمو کار کونکو او نورو خبری رسنیو سخه هیله لرو فه دی مورد موثق رافورچی موږ یی لرو درسنی خو یا دی مو ضوع ته فکر نشته او یا څه دلیل ده چی داموضوع یی فټه خاموشه ساتلی ده دا اوس یی دګلبدین حکمتیار ځامن هم شورایی امنیت کی داخل کړی او هغوی ته دصلاح اجازه… نور لوستل »