
ایفون د ځانګړې ډیسپلی سره نوي مبایلونه په دولسم ستمبر وړاندې کوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ وږی، ۱۳۹۷ل): د امریکا مشهور شرکت ایپل څخه له نوي افشا شوو معلوماتو څخه څرګندیږي چې ایفون به نوی ځیرک مبای د روانې ستمبر میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوه نندارتون له لارې وړاندې کړي.
دغه نوی ځیرک مبایلونو ته یوازې د (ایفون ایکس اس) نوم ورکړل شوی چې پخوا ورته ایفون ایکس او ایکس پلس نوم ورکړل شوی و، دغه مبایل به په دوه ډولونو وړاندې شي، یوه به ۶.۵ او دویم به ۵.۸ انچه «OLED» ځانګړې او په زړه پورې ډیسپلی ولري.
ایپل ددغو افشا شوو خبرونو په اړه رسما څه نه دي ویلي خو د «۹ ټو ۵ میک» نومې ویبپاڼه زیاتوي چې ایپل شرکت روان کال درې نوي ځیرک مبایلونه وړاندې کوي، چې له تېرو مبایلونو څخه به مختلف وي.
ځیني نور راپورونه وایي چې د ایپل شرکت نوي ځيرک مبایلونه به له ایفون ایکس څخه زیات مختلف نه وي، خو ځینې نوې ځانګړتیاوې به ولري او بیه به یې له تېرو مبایلونو کمه وي، ویل کیږي په دغه مبایلونو کې ایپل په لومړي ځل د مبایل شاخواته دوه کامرې وړاندې کوي.
د ۹ ټو ۵ میک نومې ویبپاڼې د ایفون نوي مبایل انځور هم افشا کړی دی، چې پورته ورکړل شوی دی، ویل کیږي ایفون چې کله د نوي مبایل سره «اس» ولګوي، له دې دا څرګندیږي چې دغه مبایل د ډیزاین له لحاظه له تېر مبایل سره یو شی وي، خو د ځینو ځانګړتیاو له امله غوره ښودل کیږي.
د ځینو اټکل شویو راپورونو له مخې د ۶.۵ انچه لرونکي مبایل بیه به ۱۰۰۰ امریکايي ډالره (چې شا خواته به دوه کامرې ولري)، او د ۵.۸ انچه لرونکي مبایل بیه به ۷۰۰ امریکایي ډالره (چې شا خواته به یوه کامره ولري) وي، خو دواړه مبایلونه به په یو نوم (ایفون ایکس اس) یادیږي.
دا خو چندان خبر نه دی. که موږ مسلمانان د امريکايي دښمنانو په وړاندي رښتيانۍ مبارزه کوو، نو نه داچي د دوی د توليداتو په باب خبرونه خپاره کړو، بلکي د دوی د ټولو ملټي نيشنل کمپنيو د توليداتو را نیول لا تحريم کړو. خو له بده مرغه زموږ اوسني ځوانان د کفارو د توليداتو، په تېره د فيسبوک او نورو داسي ډېرو او د دوی د لوبو او نورو داسي لېواله او واله عاشقان سوي دي چي هم يې د دوی د هيوادونو ډېري پانګی ځني اخلي او هم يې د دوی تر سرو زرو زيات قېمتي وخت ضايع… نور لوستل »