ولې د پيغمبر صلى الله عليه وسلم توهین؟

ليکوال: منيب الرحمان رحماني

په منظم ډول په اروپا کې مسلمانان شدت ته هڅول کېږي،دا چې اوس د حضرت محمد ص د کارتون مسله بيا مطرح شوه او بيرته لغوه شوه دا ځينې نورې پېښې تعقيب کوي تر دې د مخه په مختلفو نومونو او اشکالو مسلمانان شدت ته هڅول شوي او کېږي.

څو ورځې وړاندې د المان په ځينو ښارونو کې د بهرنیانو چې هدف يي کډوال او بهرني مسلمانان و سختې مظاهرې وشوې چې په ځينو کې یې شدت هم پېښ شو.

د اروپا د پوليسو تشکيلاتو Europol ان د جون په مياشت کې د المان په Chemntiz ښار کې د د ښي طرفو او نازي هیټلر د طرفدارو لخوا د شدت د پېښو د پېښېدو په اړه جدي خبر ورکړی و.

د Chemntizپه ښار کې راټول شوی ښي اړخونه او د نازي هیټلر طرفداران د NDP د ډلې ځوانان،Pedida,Dritte Weg او Die Rechte ډلو د کډوالو په ضد سختې مظاهرې وکړې او دوي په سيستماتيک ډول د کډوالو په ضد په پلان جوړولو بوخت دي،ډېری دا حرکتونه د Identitäre Bewegung يا د پېژندپاڼې د حرکت لخوا رهبری او رهنمايي کېږي.

دې حرکت حتي د افريقا نه راتلونکو کډوالو په بحر کې پخپل سر د درلو کوشش وکړ ځکه دوي په ډېري اروپايي هېوادونو کې خپلې ډلې لري.

ددوي سره د شدت د زياتوالي بل حرکت د بلجيم د Falaman حرکت دی.

په 2016 م کال کې کې چې په بلجیم کې حملې وشوې او د زیاتې مرګ ژوبلې سبب شوې د La Meute Belgeiu حرکت بنسټ کېښودل شو چې د کډوالو او مسلمانانو په وړاندې د شدت ډکه لار تعقيبوي، دا بريد داعش کړی و.

همدې ډلې تېره هفته په اجتماعي رسنيو کې دا کمپیان پیل کړ چې په بلجیم کې دې جوماتونو ته اور ورته شي.
ډېر وخت داسې هم شوي چې يو نفر دا د کډوالو او مسلمانانو په ضد پروپاګندا ګوري او لولي سمدلاسه پاڅېږي او په مسلمانانو او کډوالو حمله کوي مثلآ په 2015م کال کې Dylan Rrof په نامه تنکي ځوان د همدې ډول پروپاګندا نه متاثره شوی او ۹ افریقايي امريکايان یې وژلي و.

په امريکا کې هسې هم ډېری خلک وسلې لري او دا کار په اروپا کې هم مخ په وړاندې روان دی.

دداعش ډلې جوړښت د امریکا له طرفه نور د ثبوت درجې ته رسېدلی خو دا چې امريکا د نړی واک په لاس کې لري څوک ورته ښکاره لویه نشی کولی.

همدې داعش د بلجيم په ميدان هوايی کې سخت بريد وکړ چې په لس هاو مړه او په سل هاو ټپيان یې درلودل.
اوس بیا په سيستماتيک ډول ټرمپ د مسلمانانو په وړاندې يو د نفرت ډکه لار پالي چې دا هغه امريکايان چې د اول نه د مسلمانانو خلاف و نور هم تشویق کوي.

تازه د هالنډ نامتو سیاستوال اوس بيا د مسلمانانو په احساساتو لوبې پيل کړې،په هالنډ کې د مسلمانانو شمیر په ډېرېدو دي نوي کډوال او پخواني ترکان اوس د ټولنې يو ښکاره برخه ده.

خو د هالنډ د مسولو سياستوالو له طرفه داسې کړنې د هغوي او ټولې دنيا مسلمانان په ښکاره شدت ته تشويق کړي او بیا بیرته په دوي تور لګوي چې دوی د شدت طرفدار دي،پرون چې څنګه دا سيالي لغوه کېدلې نو ياد سياستوال په خپل ټويټر کې د پاکستان د مظاهرو عکسونه خپاره کړي و او ليکلی يی و چې اسلام يو ځل بیا خپل د شدت او وحشت مخ وښود.

دی پخپله په ارادي ډول مسلمانان دې کار ته تشويقوي او ددې ترشاه د مسلمانانو په وړاندې په اروپا او نوره نړی کې ډېر شوم پلانونه لري.

په اروپا کې د خراب اقتصادي حالت پړه خلک په کډوالو اچوي او دا بيا دوي دښمنی او دښمني بيا دوي ملت پرستی او تعصب ته وړي چې دا پخپله يو لوی منظم شدت ته جوړ شوی پلان دي.