رسول الله علیه افضل الصلوة والسلام ته

لیکوال: عبدالمالک همت

عبدالمالک همت

د پاک خدای پاکه رسوله شکایت درته کوم
ستا د امت د بد حال حکایت درته کوم

د خدای تر ذکر وروسته او تر حمد و تر ثنا
ای ښکلي پیغمبره درود سلام وایم پر تا
نظر دي د کرم غواړم محبوبه د مولا
لږ واوره د خوږمنو زړو د تل آه و غوغا
دا عرض د داد خواهۍ زه پدې نیت درته کوم

امت دۍ پیغمبره سخت اخته دی په غمونو
بې کاره، بې روزګاره دی اخته په کړاوونو
کافر کوي چړچې مسلم اخته دی په دردونو
دی مخ ورته د ډېرو عذابونو، آفتونو
امید د دوی پر حال د مرحمت درته کوم

مسلم امت په اوس مهال کي نه لري وقار
اسلام د ترور مذهب بولي د شرق او غرب کفار
بچی د مسلمان دی په هر ځای کي نا قرار
پس پاته خوار و زار دی چي دی د اسلام دیار
بيان دادی ددې تریخ حقيقت درته کوم

څوک وایي چی شیعه حق دی، څوک وایي چي سني
څوک وایي وهابي حق دی څوک وایي مودودي
یو څو بیا له دې پرته نوری عقیدی لری
اسلام یې پدې چل دی اخته کړی په خواري
الغیاث خواست د دوی د هدایت درته کوم

اسلام به درلودی یو خلیفه وو به اسلام
کفار به وه له بیري ورته هر ځای لاس پر نام
هیواد د مسلمه امت به وو دارالسلام
مومن به وو غالب کفر به وو مغلوب مدام
خو اوس کیسې د کفر د هیبت درته کوم

پدې یوه ملت کي جوړ سوه اوس څو مملکته
شمار د مذهبو تېر سو تر دري او یا ملته
د کفر واکمني ده په هر ځای کي مسلطه
د اسلام مشران دي ډېر بې قدره، بې قیمته
شکوه لدې خوارۍ او دې ذلت درته کوم

اخته دی مسلمان اوس په نفاق و تحزب
په بوخلو بدمرغیو دی تر ستوني پوري ډوب
پر زړه یې پروت د غرب او امریکې ترس و رعب
اسلام او شریعت ورته ښکاریږي نا مرغوب
ژړا د پاک اسلام پر دې حالت درته کوم

د کفر په وسلو سره جنګیږي یو د بله
وي جوړ د بیګانه سره، بېزاره وي له خپله
په شخړو، شرارت سره اخته وي تل تر تله
پر موږ یې دښمنان او کافران وخندوله
ناله، آه و فریاد پر دې وضعیت درته کوم

درواغ، منافقت او ناروا نه بولي بد
نا مشروع عملونه نن تیر سوي دي تر حد
فحشا او فسادونه دي اوښتي تر عدد
زه کوم درته بیان کړمه تر دې کیږي اشد
بیان د بې دینۍ او بدعت درته کوم

د خپلو شخصي ګټو او یا بل غرض لپاره
په دین کي د اسلام جوړه کړي ځانته بېله لاره
که چا دوی نه منل نو ورکوي ور ته آزاره
له دینه کفار څه چي مسلمان لا کړي بیزاره
غندنه ددې بد خصوصیت درته کوم

ای خدایه په حرمت د محمد آخر زمان
نظر د رحمت وکړې پر بې وزلي مسلمان
کفار، منافقین کړې ته اخته په ویر د ځان
څو ستا حکم جاري سي په هر ګوټ کي د جهان
«همت» دغه دعا په صداقت درته کوم