fbpx

د شام واكمن د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارك جسد د غلا کولو دسيسه شنډه کړه

«زموږ د نبي صلی الله علیه وسلم مېنه» کتاب څخه

د عبدالمالک همت تاليف

سلطان نور الدين محمود شهيد بن عماد الدين زنګي رحمة الله عليه چي د پلار پر ځاى د موصل حاكم وو په ۵۴۹ سپوږميز.كال د خليفه المقتفي په تصديق او فرمان د موصل، شام او مصر واكمن سو. هغه د صليبي داړه مارانو سره زياتي ډغري وهلي او سختي ماتي او مرګ ژوبلي يې ور اړولي دي. دغه زړه ور، مدبر او عادل رشتينى مسلمان واكمن چي ورځي به يې د اسلام په چوپړ او شپې به يې د لوى څښتن سبحانه په عبادت تېرولې په ۵۶۹ سپوږميز.كال وفات سو خداى دې وبخښي. دى اسلامي عارفانو د خداى په وليانو كي شمېرلى دى. ابن اثير ليكي :” ما تر اسلام د مخه او وروسته د ټولو پاچهانو تاريخونه مطالعه كړي دي، خو تر راشده خلفاوو او عمر بن عبد العزيز را وروسته مي تر نور الدين ښه پاچا نه دى ليدلى.

د وفاء الوفا په ۱/ ۶۵۲ مخ او نورو كتابونو كي كيسه كوي چي د ۵۵۷ سپوږميز.كال په يوه شپه چي دغه پاچا د تهجد تر لمانځه وروسته ويده سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم يې په خوب وليد چي دوو شين سترګو كسانو ته اشاره كوي او وايي : ما له دغو دوو څخه وساته ! پاچا چي راويښ سو څه چرتي سو، اودس يې تازه كړ، نفل يې وكړه او پرېوتى. كله چي يې سترګي سره ورغلې بيا يې هغسي خوب وليد. بيا يې اودس تازه كړ نفل يې وكړه او بېرته ويده سو. دريمه پلا يې بيا هغسي خوب وليد. نور نو د سلطان خوب رډ سو او خپل وزير جمال الدين اصفهاني يې په هماغه شپه ور وغوښت او دغه خوب يې ورته ووايه. هغه مشوره وركړه چي همدا اوس دستي مدينې منورې ته درځه او دا خوب بل چا ته مه وايه.

پاچا سمدستي د سفر اسباب برابركړل، ډېر شته او سامانونه يې ورسره بار كړل او د وزير او نورو شلو تنوسره رهي سو. شپاړسمه ورځ مدينې منورې ته ورسېد. ترغسل وروسته يې د نبوي مسجد په روضة الجنة كي لمونځ وكړ، بيا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زيارت مشرف سو. بيا كښېنستى او نه پوهېدى چي څه وكړي. بيا يې د وزير په مشوره وپتېيل چي د ښار ټولو خلكو ته دي دعوت وركړل سي او صدقات دي پر ووېشل سي او په دې ډول دي هغه كسان چي پاچا په خوب كي ليدلي دي ونيول سي. هغه وو چي د ښار ټول خلك راغلل انعامونه يې اخيستل او تلل. خو په دې ټولو خلكو كي پاچا هغه دوه تنه ونه ليدل. بيا هغه وويل : نورڅوك پاته دي؟ هغو ورته وويل : دوه ډېر ښه خلك چي د لوېديځ ( اندلس ) دي او له چا څخه څه نه غواړي، بلكي دوى خلكو ته صدقات وركوي پاته دي. پاچا وويل : دغه دوه تنه ما ته راولئ. كله چي يې وليدل هماغه دوه تنه وه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ورښوولي وه. نورالدين ورته وويل چي تاسي د كوم ځاى ياست؟ هغو ورته وويل : موږ د لوېديځ يو، حج ته راغلي وو او بيا مو دلته د رسول الله صلی الله علیه وسلم ګاونډيتوب غوره كړ. پاچا د هغو د استوكنځي پوښتنه وكړه. ورته ويې ويل چي دوى د رسول الله صلی الله علیه وسلم حجرې ته نژدې په يوه كاروان سراى كي اوسيږي. پاچا وويل دوى دلته پرېږدئ او مايې د استوګني ځاى ته بوزئ. د دوى په استوګنځي كي بېله ډېرو شتو او سامانو او څو كتابو بل څه ونه ليدل سول. د دې سره د مدينې خلكو د هغو په صفتونو پيل وكړ، ويې ويل دوى تل روژاتي وي، پرله پسې په روضه كي لمونځونه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم او بقيع زيارتونه كوي او… دغه مهال سلطان د بوريا فرش پورته كړ كه ګوري چي يو تخته سنګ پروت دى. كله چي يې هغه پورته كړ يوه ژوره سمڅه ( غار ) چي تقريباً د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر قبره رسېدلى وو ښكاره سو. د تحقيقاتو په بهير كي هغو اقرار وكړ چي دوى نصرانيان دي، د نصاراوو واكمنانو ډېر شته وركړي څو د اندلس د حاجيانو په جامو كي دلته واوسي او په يو ډول د رسول الله صلی الله علیه وسلم مقدسي حجرې ته ننوزي او د هغه مبارك جسد يوسي. هغو نبوي حجرې ته په ډېر نژدې رباط ( مسافرخانه ) كي واړول كوم چي ” رباط المراغة “ نومېدى. هغو به د شپې دغه سمڅه كيندل او خاوري به يې په مشكونو كي هره شپه د جنت البقيع په شا وخوا كي اچولې. وايي په كومه شپه چي دغه دوه تنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم قبر ته نژدې رسېدلي وه، په هغه شپه سخت اورښت او تالندي او برېښناوي وې او په دا سهار يې سلطان ور ورسېد.

سلطان نورالدين چي د دوى دغه خبري واورېدې ډېر په غوسه سو او د دوى د عبرتناكي سزا حكم يې وركړ. چي بيا يې ووژل او ويې سوځول.

ځيني كتابونه وايي چي بيا سلطان د نبوي حجرې چارچاپېره تهدابونه وكيندل او ويلي سرپ يې پكښي واچول، دېوال يې پر راوګرځاوه. خو ځيني بيا د دغه دېوال خبره نه كوي والله اعلم.

د مكه مكرمه، مدينه منوره په (۱۵۸) مخ كي پر دغه كسيه زياتوي چي :” وروسته نورالدين د خپلو خصي مريانو څخه دوولس تنه سپين ږيري وټاكل چي شپه او ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارك زيارت وساتي. دغو ساتونكو قرآن كريم حفظ كړى وو او په زهد او تقوا مشهوره وه. دوى له آره (اصله) د اناطولي، هند او حبشې وه، چي په هغو كي خصي كول حرام نه وه “.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د