د اسلامي ارزښتونو سپکاوی او د مسلمانانو مسئوليتونه.!

لیکوال: عطاءالله مبارز

ټاکل شوې وه راروانه میاشت د هالینډ هیواد د پارلمان د یو وکیل له لوري داسلام د سترپیغمبر او د انسانیت د ستر رهبرحضرت محمدصلی الله علیه وسلم په حق کې د ګستاخي څخه ډک کارتونونه سیالۍ ته وړاندي شي.

خو د ټولې اسلامي نړۍ په کچه يې د مسلمانانو توند غبرګون راوپاراوه، ياد وکیل او هالينډيانو ته په پراخه کچه د مرګ ګواښونه وشول، چې تر ټولو جدي يې د اسلامي امارت له لوري په افغانستان کې د هالينډي عسکرو د وژلو ګواښنه وه، او په ورته وخت کې داسلامي هيوادونو له لوري هم هالينډ تر سخت فشار لاندې ونيول شو، چې نتيجه کې يې د روانې اګست مياشتې په(۳۱)نيټه د هالينډي وکيل لخوا ياده سيالۍ لغوه اعلان شوه.

دا لومړی ځل نه دی، بلکې د اسلام له پيله د دې فطري دين ارزښتونو، او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته د متعصبو دښمنانو له لوري له سپکاوي ډکې کړنې ترسره شوي، چې ابوجهل، ابولهب، ابن خطل او عبدالله بن ابی ابن سلول يې يوازې يو څو بيلګې دي.

په ۲۰۰۵م کال کې هم هالینډ کې دا ډول شومه هڅه شوې وه او ورپسې فرانسه او ځینو نورو کفري هيوادونو کې هم اسلامي ارزښتونو ته له سپکاوي ډک نشریات ترسره شول چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې د مسلمانانو سخته غوصه راوپاروله.

که څه هم د ملګرو ملتونو او اروپایې ټولنې په منشور کې په واضحو ټکو لیکل شوي، چې هیڅوک حق نه لري چې دنورو مذهبي معتقداتو ته سپکاوي وکړي، د ملل متحد د نړیوال قانون شلمه ماده دویم جزء وایي: هر ډول کړنې چې قومي او دیني حساسیتونه راپاروي، د قانون له مخې ممنوع دي.

خو بیا هم نه ملګرو ملتونو اونه هم اورپایې ټولنې د اسلام د سترپیغمبر صلی الله علیه وسلم په مبارک شان کې د دا ډول سپکاویو مخه نیولې.

مهمه دا ده چې ولې د نړۍ کافران د هغه شخصيت سپکاوی کوي، چې نړۍ ته يې تمدن، مساوات، پرمختګ او رڼا راوړه، زما په اند مهم لامل يې د مسلمانانو د عقېدې ارزونه او د هغوی د احساساتو مجروح کول دي.

په دغسې حالاتو کې د اسلامي امت او په ځانګړي ډول د اسلامي هيوادونو حکومتونه مسئوليت لري، چې په جدي توګه د دې ډول ناوړه او پاروونکو کړنو مخه ونيسي.

د اسلامي هيوادونو حکومتونه، سازمانونه او ټولنې بايد، د داسې کړنو پر وړاندې جدي دريځ خپل کړي، د پوځي، ډيپلوماتيکو او اقتصادي فشارونو له لارې يې مخه ونیسي.

ديني عالمان، ليکوالان او داعيان بايد په خپلو ويناوو او ليکنو سره دا ډول شومې کړنې وغندي، د اسلام د پيغمبر صلی الله عليه وسلم او اسلامي ارزښتونو په هکله مسلمانانو ته پوهاوی ورکړي، او خپلو مسئوليتونو ته يې متوجه کړي.

راتلونکې کې د دې ډول ناوړه کړنو د مخنيوي يوازينی لار داده چې ټول مسلمانان متحد او یو موټی شي او د اسلامي امت لپاره یوه ځواکمنه او باصلاحيته متحده ټولنه جوړه کړي، که داسې و نه شي؛ نو تل به مو د دین دښمنان په دین او عزت پورې ملنډي وهي او موږ به لاس تر زني ورته ناست یو.