د پاك رسول صلی الله علیه وسلم سپېڅلى ژوند

ډېوه همت لور

لوى څښتن رسول الله صلی الله عليه وسلم ته فرمايى: ﴿ وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ (107) ﴾ [الانبياء: ۲۱: ۱۰۷].

يعني : موږ ته (ای رسول کريم صلی الله عليه وسلم) د ټولو خلکو (د بر او فاجر) لپاره د يوې لورينې او رحمت په توګه لېږلی يې. (ځکه کله چي له نړيوالو څخه هر څوک ستا اطاعت او متابعت وکړي او هغه څه چي تا وروړي دي ومني او له هغو ډډه وکړي چي تا ځني منع کړي دي په دين، دنيا او آخرت کي نيکمرغه سي.

له حضرت ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دی چي يو چا رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل چي : ای د لوی څښتن استازې ! دغو مشرکانو ته ښيرا وکړه. هغه مبارک صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: زه د ښيراوو او لعنت کولو لپاره نه يم را پاڅېدلی، زه د لوريني (رحمت) لپاره را استول سوی يم.

دغه د حديث متن دی او په صحيح مسلم شريف کي راغلی دی.

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ: قِيلَ يَا رَسُولَ اللَّهِ، ادْعُ عَلَى الْمُشْرِكِينَ، قَالَ: «إِنِّي لَمْ أُبْعَثْ لَعَّانًا، وَإِنَّمَا بُعِثْتُ رَحْمَةً».

بل حديث دی: حضرت ابو هريره رضي الله عنه وايې: رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: « زما او د نورو انبياوو مثال د داسي ماڼۍ په شان دی، چي ټوله ودانۍ او ديوالونه يې جوړ سوي وي مګر په يوه دېوال كي يو ځاى خالي پا ته وي. كله چي خلك دغي ماڼۍ ته وګوري نو ډېر خوشحاله كيږي مګر كله چي يو خالي ځاى پكښي وويني نو ډېر حيرانيږي. او زه د دې خالي ځاى ډكوونكي يم، د هغي بشپړوونكي او وروستى نبى يم».

د پورتني حديث څخه دا څرګندېږي چي زموږ د نبي صلی الله عليه وسلم تر راتلو دمخه چي كوم انبيا وه هغوي د نيم ګړي ماڼۍ په شان وه. كله چي رسول اكرم صلی الله عليه وسلم دې نړۍ ته تشريف راوړ دا نيمګړې ماڼۍ بشپړه سوه او رسول الله صلی الله عليه وسلم آخرين او اولين پيغمبر سو.

رسول الله صلی الله عليه وسلم د مكي مكرمې په شعب بني هاشم كي د ۵۷۱ ع كال د لومړي خور پر نهمه د دوشنبي په سهار ږيږيدلى دى. د ابن سعد روايت دى چي د رسول الله صلیالله عليه وسلم مور فرمايلي دي: كله چي رسول صلی الله عليه وسلم پيدا سو نو له ما څخه يو نور پورته سو چي ټول شام يې رڼا كړ.

رسول اكرم صلی الله عليه وسلم د نبوت مخكي هم په ټول قوم كي د امين په لقب مشهور وو او همدارنګه د ښو اخلاقو خاوند وو. كله چي د رسول د ۴۰ كلنۍ عمر را نژدي كېدى، نو د خلكو او خپلوانو څخه يې ګوښه كېدل د ځان لپاره غوره كړه. او د حرا نومي غره ته به تلى او شپه او ورځ د خداى په عبادت لګيا سو. يوه ورځ رسول مبارك ته جبرائيل عليه السلام د خداى جل جلاله له لوري وحي راوړې او ورته ويې ويل: ولوله ! رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: زه خو لوستونكي نه يم. جبرائل رسول الله صلی الله عليه وسلم ټينګ په غېږ كي ونيوي او ورته ويې ويل: ولوله ! رسول صلی الله عليه وسلم د دوهم ځل لپاره بيا ورته وويل: زه خو لوستونكي نه يم. جبرائيل بيا رسول صلی الله عليه وسلم په غېږ كي ټنګ ونيوي او ورته ويې ويل: ولوله ! رسول صلی الله عليه وسلم د دريم ځل لپاره بيا ورته وويل: زه خو لوستونكي نه يم. جبرائيل رسول صلی الله عليه وسلم خوشي كړ او ورته ويې ويل:
﴿ اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ (1) خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ (2) اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ (3) الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ (4) عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ (5) ﴾[العلق سوره].

ژباړه: ولوله د خپل رب په نامه چي هغه پيدا كړ، د كلكي سوي ويني له يوې ټوټي څخه يې انسان پيدا كړ، ولوله او ستا رب ډېر مهربانه دي چي هغه د قلم په مرسته علم وښووى ، انسان ته يې هغه علم او پوهه وركړه چي نه په پوهيدى.

كله چي پر رسول صلی الله عليه وسلم باندي دا آيت نازل سو رسول صلی الله عليه وسلم په رېږد سو او كور ته ولاړئ اوخپلي ميرمني بي بي خديجي رضي الله عنها ته يې ټول حال ووايه. خديجي رسول صلی الله عليه وسلم خپل د اكا زوى ورقه بن نوفل ته چي د انجيل او تورات عالم وو وروستى او ټول حال يې ورته ووايه. كله چي هغه د رسول صلی الله عليه وسلم دا كيسه واورېدل نو ويې ويل:” دا چي تا ليدلی دی، هغه څوك دی چي خداى جل جلاله موسى عليه السلام ته ليږلى وو. كاشكي زه هغه وخت ژوندى واى چي قريشو ته د مكې څخه ايستلاى ما به ستا سره مرسته كړې واى“.

تر دې وروسته پر رسول صلی الله عليه وسلم باندي وحي نازليدلې او رسول صلی الله عليه وسلم خپلي سپېڅلي دندي ته ملا وتړل او خلك يې د اسلام دين ته رابلل. خلكو ته به يې د اسلام تبليغ كاوه. مګر قريشو به د رسول صلی الله عليه وسلم پر دې ستره دنده او تبليغ باندي خندل او پسخند به يې په وهئ او په ډول ډول نومو به يې باله. ځينو جاهلانو به ويل: دى ليونى دي، ځينو به ويل جادوګر دى، ځينو به ويل شاعر دى. تر دي اندازي چي د رسول صلی الله عليه وسلم په مقابل كي يې بې ادبي او بد اخلاقي پيل كړل او په پاى كي يې د هغه د مړيني توطئه جوړه كړه. كله چي د رسول صلی الله عليه وسلم او نورو مسلمانانو ژوند په مكه شريفه كي سخت سو، نو د خداى جل جلاله له لوري د هجرت امر ورته وسو او رسول صلی الله عليه وسلم د مكې څخه مدينې ته هجرت وكړ. د مديني خلكو د رسول صلی الله عليه وسلم ډېر ښه هر كلى وكړ او په دې ډول رسول صلی الله عليه وسلم په مدينه كي لس كاله اسلامي تبليغ وكړ او د مديني پخوانى نوم يې چي يثرب وو په مدينة النبى باندي بدل كړ چي معنا يې ده د نبى ښار.

رسول صلی الله عليه وسلم په مدينه كي د لسو كالو په موده كي د يهودو او نورو كفارو پر ضد جهاد وكړ چي پاى يې اسلام دغه د لوى څښتن سپېڅلي دين د عربو په ټاپو او نوره نړۍ كي خپور كړ.

كله چي رسول صلی الله عليه وسلم د خداى جل جلاله د استازيتوب دا ستره او سپېڅلي دنده تر سره كړه د هجرت په ۱۱ كال د لومړۍ خور ( ربيع الاول ) پر ۱۲مه د دوشنبي په ورځ له دې فانۍ نړۍ څخه رحلت وكړ.

كه چيري موږ او تاسي مسلمانان لږ څه د اسلام تاريخ ته ځير سو نو راته څرګنده به سي چي رسول صلی الله عليه وسلم د د ې ستري دندي په سرته رسولو كي ډېري خوارۍ او كړاوونه زغملي دي. د ډېرو ستونزو سره مخامخ سوى دى. د ډېرو خلكو خبري يې پر ځان منلي دي خو بيا يې هم دا سپېڅلې دنده او رسالت په ښه شان تر سره کړې ده. هغه د خداى جل جلاله دغه سپېڅلى دين موږ مسلملنانو ته د امانت په توګه پرې ايښى دى. نو موږ مسلمانان بايد په دې فخر وكړو چي موږ د حضرت محمد امتيان يو او د دغه پاك رسول صلی الله عليه وسلم سره به جنت ته ځو. نو پر موږ مسلمانانو باندي لازمه ده چي د دې دين په كلكه او ښه توګه پيروي او ننګه وكړو او ټول احكام يې په ښه او سم ډول پلى او عملي كړو، په تېره بايد زموږ مشران او واکمنان د دغه سپېڅلي پيغمبر او د هغه د مبارک دين په ننګه او دفاع کي ښه مړانه وښيی او په دې د ننګ او مړاني په لار کي له هيچا څخه هيڅ بيره محسوس نه كړي والسلام.