جان کيري د امریکا د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو احتمالي نوماند دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وږي، ۱۳۹۷ل): د امریکا د بهرنيو چارو پخوانی وزير جان کيري ویلي، چې د ۲۰۲۰ ولسمشريزو ټاکنو لپاره احتمالي نوماند دی او زياتوي، چې په اوسنيو حالاتو کې غواړي، چې سياسي فعاليتونو ته دوام ورکړي.

امریکايي رسنۍ د جان کيري له خولې وايي، چې دی اوسمهال د کانګريس د راتلونکو ټاکنو په چارو بوخت دی، خو په ورته وخت کې يې اشاره کړې، چې د خپل سياسي ژوند د تداوم لپاره د ډيموکراټانو ګوند په استازيتوب د ۲۰۲۰ کال ولسمشريزو ټاکنو ته احتمالي نوماند دی.

جان کيري د خپل هېواد اوسنی وضعيت ترينګلی بللی او ټينګار يې کړی، چې بايد د امریکا بايللی باور بېرته راستون شي او د دې لپاره يې د هلو ځلو د جاري ساتلو هوډ کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزير ويلي، چې غواړي له ایران سره د شوي اټومي تړون او د پاريس چاپېريال ساتنې سربېره د نورو تړونونو ساتنه وکړي او په نړۍ کې د امريکا کمرنګه شوی بهرنی سياست او بایللی باور بېرته راخپل کړي.