fbpx

غزل – حماد مالیار

راڅڅېدلو له بڼو په اننګيو باران
راورېدلو له سـپوږميو د غميو باران

ايره ايره ، بادونو راوړل د جانان يادونه
څپه څپه کړو طوفانونو او سيليو باران

غارمه چې راغلل،تودېدله د غمونو غرمه
کنګل کنګل ويلي کېدلو د خوښيو باران

زما زړګى به وينې وينې بهېدلى وو نن
لکه وريٙځ که جوړېدلى له زړګيو باران

دلته په ناوې زرْوٙرق د ښکلا نه راشيندو
دلته راښکې شي په ښاديو د مرميو باران

بني آدم که ګناهګار دي ، مستحق يې نه دي
ربه!! راتوى کړه له اسمانه په مرغيو باران

د دنيا ژوند د شېخ چلي په تدبير نه رغيږي
ارمان ارمان دى ښه د ډېرو اشرٙپيو باران

“حماد ماليار” لاسونه لپه کړل د ګل په خاطر
سود خو يې نه وو په تېرو تېرو اغزيو باران.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د