fbpx

جنرال ميلر په رسمي توګه د جنرال نيکلسون ځای ناستی شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وږي، ۱۳۹۷ل): جنرال هاسټن سکاټ ميلر په رسمي توګه په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموريت د مشر قومندان په توګه دنده پيل کړه او د جنرال جان نيکلسون ځای ناستی شو.

جنرال ميلر د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري د افغان جګړې نوماند قومندان و او د کانګريس له تاييد وروسته په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ مشر قومندان ټاکل شوی دی.

نن په کابل کې په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته د امریکايي پوځيانو ګوښه شوي قومندان جنرال نيکلسون وروستۍ وينا وکړه او جنرال ميلر د يو لړ مراسمو پر مهال نوې دنده پيل کړه.

جنرال نيکلسون د ۲۰۱۶ کال په مارچ کې د امريکايي پوځيانو اتم قومندان ټاکل شوی او ويلي و، چې په يوه کال به کې له طالبانو اتيا سلنه خاوره بېرته ونيسي او هغوی ته به ماتې ورکړي، خو د هغه د ماموريت تر پایه داسې لاسته راوړنه نه تر سترګو کېږي، چې حساب پرې وشي.

امريکايي رسنۍ وايي، چې ولسمشر ټرمپ د جنرال نيکلسون له فعاليتونو خوښ نه و او له همدې امله يې د هغه پر ځای جنرال ميلر افغانستان ته راولېږه.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، چې د افغانستان جګړه ګټل ستونزمن دي او  جنرال ميلر بايد مخکې له مخکې د بريا ادعا ونه کړي؛ ځکه چې جنرال نيکلسون دغه ادعا کړې وه، چې پایله يې ټولو ته روښانه ده.

جنرال ميلر د ناټو له ۴۱ غړو هېوادونو غوښتي، چې د امريکا د ملاتړ لپاره د ترهګرۍ ضد په نوم جګړه کې خپلې مرستې زياتې کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د