په ننګرهار کې ښکاره لوبه پټېږي‎

ليکوال: منیب الرحمان رحماني

د ننګرهار ولايت اوس په خبرونو کې هسې د علم او ادب د زانګو،هميشه بهار او ښکلو شاعرانه مېلو په سرټکو نه وي سمبال، بلکې مسلسل د چاودونو او عام وحشت خبرونه د ننګرهار ولايت د خبرونو ډېری برخه نيولي وي،د خلکو په غوغا او غږ سره دولت په کراتو د ننګرهار ولايت چارواکي ردو بدل کړل،خو په امنیتی حالت کې د پام وړ بدلون رانغی خو په آخری اقدام کې چې د جلال اباد ښار امنيتي چارې د پوليسو له لاسه واخیستل شوې نسبتا جلال اباد ارام ښکاري.

د ننګرهار ولايت په بې امنيو کې ښکاره زورواکو او ځينو دولتی کسانو ته ګوته نيول کېده،په تازه پېښه کې چې د جلال اباد ولايت په مرکز کې شوې د يو پخواني جهادي قومندان او زورواکي جنرال جرت په دفتر کې د افغانستان د ملی ځواکونو په چاپه کې ځينی ماينونه او انتحاري واسکټونه او ګډې نورې وسلې نیول شوي دي.

د پیښې اړوند ۸ کسان نيول شوي او ۵ یې بېرته خوشي شوی ځینو ځايي خبريالانو د نوم نه ښودلو په شرط سرچینو ته ويلی چې ياد ۵ کسان د ۳ لکه ډالرو په مقابل کې پرېښودل شوي.

جنرال جرت د پنجشېر ولايت دي او په پاکستان کې یی وخت تېر کړی ،په ډېرو جګړیزو چارو کې دده نوم تل اورېدل کېږی،دهغه ساتونکو په کابل کې يو موټروان وژلی و او همداسې نورې پېښې ،دی ددې ټولو سره سره د زورواکو په ضد مشهور ولسمشر غني ارشد مشاور دي اود ولسي جرګې ټاکنو ته هم نوماند دی.

په ننګرهار کې د جنرال جرت د دفتر څخه د ځانمرګو واسکټونو تر لاسه کولو ورسته په ظاهره د ننګرهار ولايت د والي د مداخلې په سبب پاکستان په جلال اباد کې خپله‌ قونسلګري تړلې ده.

خو دې پېښې اوس نورې پوښتنې راپيدا کړي جنرال جرت په پاکستان کې وخت تېر کړي او د ډېری شنونکو په اند د پاکستان پراخ ملاتړ لری تازه د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح پخپل ټويټر کې ليکلي چې په جلال اباد کې د پاکستان ملاتړي حزب د مشر جنرال جرت په دفتر کې د ځان مرګو د واسکټونو او چاوديدونکو توکو د نيولو سره سم يوه ورځ وروسته پاکستان خپله قونسلګري تړي.

جنرال جرت د ولسمشر ارشد سلاکار او د امینت د شورا مرستيال دی دداسې يو لوی مقام په دفتر کې چې د پاکستان سره يارانه هم لري د چاوديدونکو توکو او ځان مرګو واسکټونو نیول ددولت له طرفه ډېر عادي نيول کېږي.

ډېری شنونکي په دې آند دي چې د پاکستان د قونسلګري بندول صرف په يوه بله غوغا ددې شرم پټول دي ترڅو عامه ذهنيت پدې ډول مشغول کړي.

مخکې د امنيت شورا مشاور حنيف اتمر هم د دداعش په پراخ ملاتړ تورن و اوس د هغه تر استعفا وروسته ويل کېږی چې په جلال اباد کې د جنرال جرت په دفتر د عملياتو امر هم د امنیت شورا نوي مشاور حمدالله محب ورکړي دی.

ننگرهار کې د اریانا نیوز خبریال رحمت الله زیارمل په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي《د یوه خبریال په توګه دې زما غاړه خلاصه وي!

د یوه ننګرهار مېشتي خبریال په توګه ، د ولس د خیر لپاره د تېرو دوه ورځو راهېسې پرله پسې هڅه کوم چې ، د هغه اوازو په اړه چې ” د هېواد په کچه ، د یوه مهم امنیتي جنرال په کونديز دفتر کې او د ولسي جرګې د یوه نوماند په کمپایني دفتر کې، د ملي امنیت د سرتیرو له خوا د نیول شویو ، ځانمرګو واسکټونو، مقناطسي ماینونو او نورو نامشروع توکیو” د نیولو په اړه ، د ننګرهار له امنیه قومندانۍ، امنیت ریاست، ولایتي شورا او ولایت مقام څخه د رپوټ د چمتو کولو لپاره اړین مالومات ترسرلاسه کړم ، خو د یادو ټولو ادارو چارواکي او مطبوعاتي مسولین په دې اړه د کمرې مخ ته ، راته هېڅ ډول مالومات نه راکوي ، خو د کمرې ترشاه راته په دې اړه یو عالم خبرې کوي.》

په ننګرهار کې نور هرڅه دومره ښکاره دي چې د پټېدو نه دي خو دولتي چارواکي په مصنوعي پېښو غواړي د خلکو پام بلې خوا ته واړوي

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

زماپه اند داد پاكستان پر ضد د امريكا بله بازى ده په دى چى پاكستان نور د امريكا له كنتروله وتلى هيواد دى چى د افغانستان له بركة دازادى لورى ته گامونه اخلى. داچى اتمردامريكايانو سربيره دانگريزانو أو پاكستانيانو نوكرهم و دادول كارونه يي نشواى كولاى
خودانوى خنزير به د امريكا په مشوره نور هم د پاكستان أو ايران سره روابط خراب كى