افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکلوسن

نيکلسون: روسيه په افغانستان کې د روان پرمختګ د ناکامولو کوښښ کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وږي، ۱۳۹۷ل):په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ګوښه شوي قومندان جنرال جون نيکلسون نن په کابل کې د خپل ماموريت په وروستۍ ورځ وويل، چې روسيه په افغانستان کې د امریکا له لوري د روانو پرمختګونو د ناکامولو کوښښ کوي.

جنرال نيکلسون امريکايي رسنيو سره په خپلو خبرو کې پر روسيې تور لګولی، چې مسکو د واشنګټن او متحدينو ترمنځ د درز او دښمنۍ پيدا کولو هڅه کوي، خو په عين حال کې يې ټينګار کړی، چې دوی به روسيه دې کار ته پرې نږدي.

په داسې حال کې، چې امريکا د روسيې او چين په ګډون د سيمې له ټولو هېوادونو سره په ټکر کې ده او روسيې د سيمه‌ ييزو هېوادونو په ملتيا د سولې نوې هڅې پيل کړي، جنرال نيکلسون او نورو امريکايي چارواکو تور لګولی، چې روسيه د طالبانو ملاتړ کوي او له دې لارې غواړي، په افغانستان کې د ناټو څو کلن پرمختګونه له ننګونو او ناکاميو سره مخ کړي.

جنرال نيکلسون دا هم وويل، چې دا خبره اوس په پرده کې نه ده پاتې، چې روسيه د امريکا او د هغې د ايتلافيانو ترمنځ د ملګرتيا پر ځای د دښمنۍ او شکونو پيدا کولو کوښښ کوي.

د امريکا سربېره ګډ حکومت هم پر روسيې تور لګوي، چې د طالبانو ملاتړ کوي، خو روسيې دغه تورونه رد کړي دي.

افغانستان لپاره د روسيې د حکومت ځانګړي استازي ضمير کابلوف د امريکايي چارواکو پر خلاف په توندو څرګندونو مشهور دی او هغه په خپلو رسنيزو څرګندونو کې په افغانستان کې د امريکا او ناټو پوځي ماموريت ته د شک په سترګه ګوري او د سيمې لپاره يې ګواښ بولي.

کابلوف او نورو روسي چارواکو ويلي، چې په افغانستان کې د امريکا پوځي اډې د روسيې په ګډون د ټولې سيمې لپاره خطر دي او زياتوي، چې د افغانستان په شمال کې  د امریکا او افغان عسکرو تر ولکې لاندې د داعش ډلې فعاليتونه مخ پر زياتېدو دي، چې د روسيې اندېښنې يې راپورته کړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د