غزل / عُقابي جانان

هيچا سره هم شخصي تضاد نلرم
حق وايم ځکه لږ دغه غوندې يم

ملایان هم رانه په څنګ تيريږي
اختلافي شان مَسئَله غوندې يم

په حقيقت کې له ګبين هم خوږ يم
هسې د زهرو پِیاله غوندې يم

هيچاته هم د زړګي راز نه وايم
څو ځله مخکې هم دهوکه غوندې يم

په محفلونو کې بس غلی ناست وم
څوک مې چيړی نشي لانجه غوندې يم

د درباريانو په څير سست پست نه يم
کَټر مُلا يم زلزله غوندې يم

سپینه وينا کوم بد رد نه وايم
هسې خلک وايي چې غصه غوندې يم

تورو کارغانو نه بَڼکې باسم
“عُقابي” بيا پرې ورغوټه غوندې يم