کرېکټ: انګلستان د معین علي پر مټ هند ته په ټیسټ سیریز کې ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ وږی، ۱۳۹۷ل): د انګلستان او هندوستان ترمنځ په څلورم ټيسټ سیالۍ انګلستان هند ته په حیرانونکې ډول د ۶۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د یادو سیالیو سیریز یې په خپل نوم کړ.

په دغه پنځه یو ورځنۍ سیالۍ کې په عام ډول د دواړو لوبډلو لخوا کمې منډې جوړې شوې، خو د انګلستان توپ اچونکي وتوانېدل د هند لوبډلې تکړه توپوهونکو د ویرات کوهلي په ګډون مخه ونیسي.

په وروستۍ دوه ورځو کې هند لوبډلې ته د ۲۴۵ منډو هدف ټاکل شوی و، چې ددوی لومړي توپوهونکي له سختو ستونزو سره مخ شول او ژر یې خپلې ویکټې له لاسه ورکړې، خو وروسته ویرات کوهلي او اجینکی رهانې هند لوبډلې ته هیلې ورکړې خو د انګلستان مسلمان لوبغاړي معین علي یې هیلې له خاورو سره خاورې کړې، او د لوبې اړخ یې بدل کړ.

په دغه سیالۍ کې لومړی توپوهنه د انګلستان لوبډلې وکړه چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو یې ۲۴۶ منډې جوړې کړې، په ځواب کې هند لوبډلې د ۲۷ منډو په وړاندیوالي ۲۷۳ منډې جوړې کړې.

په دویمه پاڼۍ کې انګلستان ۲۷۱ منډې وکړې او هند ته یې د ۲۴۵ منډو کم هدف وټاکه، هند لوبډله په کم هدف پوره کولو کې پاتې راغله او د مسلمان لوبغاړي معین علي تاوونکو توپ اچونو مخه یې ونشوه نیولای او یوازې ۱۸۴ منډې يې جوړې کړې.

سوکه توپ اچونکي معین علي په دواړو پاڼیو کې ۴۹ منډې جوړې کړې او په زړه پورې سیالۍ ګټونکې ۹ ویکټې یې واخیستې چې په پای کې د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

یاده دې وي چې انګلستان لوبډلې له تېرو څلورو ټیسټ سیالیو کې ۳ وګټلې چې په همدې ډول یې د پنځو سیالیو سیریز کې هند لوبډلې ته په ۳-۱ ماتې ورکړه، د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ ټیسټ سیالۍ به د روانې میاشتې په ۷مه نېټه پېل کیږي.