fbpx

لالیګا لیګ: بارسلونا پر سیال لوبډلې اته ګولونه ووهل/ ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ وږی، ۱۳۹۷ل): د اسپانیا په کلبي فوټبال سیالیو کې د لیونل میسي لوبډلې «بارسلونا» خپلې سیال لوبډلې باندې اته ګولونه ووهل، چې درې یې په لومړی نیمایي او پنځه په دویمه نیمایي کې ووهل.

د لالیګا لیګ سیالیو په لومړي پړاو کې نن شپه د بارسلونا او هیوسکا لوبډلې مخامخ شوې چې بارسلونا لوبډلې اته او سیال لوبډلې دوه ګولونه ووهل.

د بارسلونا لخوا د نړۍ تکړه او مشهور ستوري لیونل میسي ۲، لیوس سواریز ۲، عثمان ډیمبلی، ایون راکټیچ، جورډي البا او جورجي پولیډو (خپل ګول) یو-یو ګول وواهه.

د لوبې په لومړي نیمایي کې ټول پنځه ګولونه ووهل شول، چې لومړی ګول په درېيمه دقیقه کې د هیوسکا لوبډلې لخوا ووهل شو، په ۱۶مه دقیقه کې لیونل میسي په زړه پورې ګول وواهه او سیالۍ يې یو-یو مساوي کړه، خ ورپسې په ۲۴مه دقیقه کې جورجي پولیډو (د سیال لوبډلې لوبغاړي خپل ګول وواهه) او په ۳۹مه دقیقه کې سواریز ګول وواهه.

د لومړی نیمایي په ۴۲مه دقیقه کې د هیوسکا لوبډلې خپل دویم ګول وواهه، او په همدې ډول د لوبې لومړی نیمایي په ۳-۲ د بارسلونا په ګټه پای ته ورسېد، د دویمې پاڼۍ له پېل سره سم د بارسلونا لخوا څلورم او په ۶۱مه دقیقه کې پنځم ګول ووهل شو، په همدې ډول دوه نور ګولونه په ۸۱مه او ۹۳مه دقیقه کې ووهل شول، چې ورسره سیالۍ په اته دوه پای ته ورسېده.

دا په هسپانوي کلب (لا لیګا) سیالیو کې تر ټولو ستره ماتې ده، له دې وړاندې بارسلونا لوبډلې په لا لیګا لیګ کې د ریال میدرید پر وړاندې ۷ پر ۲ ګولونه وهلي وو.

د یادونې وړ ده چې لا لیګا لیګ د هسپانیا هېواد تجارتي سیالۍ دي، په دې سیالیو کې شل لوبډلې برخه اخلي چې د روان کال په اګست میاشت کې پېل شوي او د ۲۰۱۹م کال د یسمبر میاشتې پورې به دوام مومي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د