په عامه اذهانو د ادبیاتو اغېز!

لیکوال: شبیراحمد سلیمي

کله چې گویټه د ولتر دردونه رومان ولیکه، د دې رومان مرکزي کرکټر یو انځورګر وي، چې په مړوښه ښځه مین شي نو؛ چې دې مېرمنې ته ونه رسېږي له ډېرو کړاونو سره مخ شي خو بالاخره ځان وژنه وکړي. دا رومان هغه وخت ډېر مشهور شو، ګڼ شمېر لوستونکي یې پیدا کړل. خو په ټولنه کې دننه ځوانانو دا هڅه وکړه چې د هغه کرکټر په شان ځانونه جوړ کړي، حتا داسې کسان په ټولنه کې پیدا شول چې د هغه انځورګر په شان یې ځانوژنې وکړې. لکه اوس چې ماشومانو او نویو ځوانانو ته ځانونه د فلم د ستورو په شان ښکاري. که لدې رومان څخه خلکو مثبت تعبیر کړی وی، نو هله به یې په ټولنه کې مثبت اغېز کړی وی، خو په ټولنه کې یې منفي تاثیرات خپور کړل. نو لدې ښکاري چې ادبیاتو په مجموع کې هنرونه د عامه اذهانو په بدلون کې څومره ژور اغېز کولی شي.

موږ په ادبیاتو کې ګڼ شمېر داسې بېلګې لرو، چې له موږ سره یې د عامه اذهانو په بدلون کې ډېره مرسته کړې ده. کله چې ادبیات وپنځول شي، نو هله وي چې د ادبیاتو له ماهیت څخه لوستونکي متاثیره شي، په افکارو یې ژور اغېز وکړي او په عامه افکارو کې بدلون رامنځته کړي. نو دلته دا پوښتنه رامنځته کېږي چې ادبیات باید څنګه وپنځول شي؟ هنرونو چې په عامه اذهانو کې ډېر چټک بدلون رامنځته کولی شي هغه ادبیات دي، چې د عامه اذهانو په بدلون کې رغنده رول لوبولی شي. کله چې یو نوی ځوان یوه عشقي لنډۍ لولي طبیعي چاره ده، په دې فکر کې کېږي چې د لنډۍ موضوع څه شی ده، په تېره بیا هم که چېرې دا لنډۍ په ټولنه کې له خپل ایډیال شخص څخه واوري نو دا د دې سبب شي چې د ځوان په فکر ژور اغېز وکړي او د لنډۍ د مانا په لوري یې تمایل پیدا شي.

ډېری وخت داسې هم شوي دي، چې موږ له ځینو افکارو سره ډېر نابلده و، خو کله یې چې د ناول یا هم لنډې کیسې په حیث ولولو بیا نو په باوري شو او له هغه څه شي سره مو انساني اعتیاد پیدا شي. هغه ادبیات او هنرونه عامه اذهان اغېزمنولی شي، چې په رښتینو هنرونو کې راغلي وي. کله چې هنرونه ایجادېږي نو بیا بايد پنځکر په ذهن کې دا تصور پیدا کړي چې زما هنر د عامه فکر په بدلون کې څه رول لوبولی شي. لکه یو وخت هغه چا چې په شعر کې شراب، میخانه او ساقي دا شان نور اصطلاحات کارول هغو شاعرانو او پنځګر ته د تنفر په سترګه کتل کېدل. خو کله چې دا ادبیات عام شول، نو دا کار ډېر شو خلک عادي شول او په اذهانو یې دومره اغېز وکړ، چې حتا د مخالفت والا خلکو هم دا ډول تشبیهات وکارول.

که زموږ په ادبیاتو کې له جنګ څخه د کرکې تیوري وکارول شي، داستاني ادبیات مو داسې ایجاد شي چې د جنګ له رښتینې بدمرغۍ خلک خبر شي نو هله به موږ له جنګ او شاتګ سره کرکه وکړو بالاخره به د متمدنې ټولنې خاوندان شو. کله چې د هنر په ژبه ستونزو ته اشاره وشي بیا نو خلک راویښ شي په دې پوه شي چې دا ماته تاوان رسوي نو هله د دې ستونزو په مقابل کې راپاځېږي. خو که په ستوغه ژبه دا خبرې وشي، د انسان د ضد غریزه اغېزمنه شي او دا کړنه د دې سبب شي چې د ویونکي پر ضد هغه کار ته لاس اچوي.

هنر ځکه اذهان اغېزمنوي او خلک پرې ژر باوري کېږي چې هنر هېڅ کله مطلق حکم نه کوي، کله چې د مطلق حکم او نرمې خبرې تر منځ فاصله ایجاد شي، نو هله وي چې د انسان باور پیدا شي او دا د اصلاح انګېزه له هنره واخلي، بیا نو د ځان د بدلون په لټه کې شي. هنر په ذهن کې انګېزه ایجادوي د دې حکم درته نه کوي، چې دا کار باید ضرور وکړې انسان په طبیعي توګه خودمختاري خوښوي نو کله چې انسان خود مختاره شي بیا نو د ښه او بد په توپیر پوه شي، هغه څه لاس اچوي چې ښه ورته ښکاري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د