محمده ﷺ

نصیرالله (عابدي)

ته لایق دې ننګ غیرت یې محمده ﷺ
ته لایق دې محبت یې محمده ﷺ

که دا سر شي رانه پرې داستا په مینه
دا ستا مینه یو جرائت ده محمده ﷺ

تا خو راوړه روښنایي دغې دنیاته
په دنیا کې لوی نعمت یې محمده ﷺ

که سیرت دې کړم بیان دغې جهان ته
داجهان به کړي عزت ستا محمده ﷺ

دا کافر که هالنډيان دي په نړۍ کې
ناخبر ستا له سیرت دي محمده ﷺ

ته مې وکړه شفاعت په آخیرت کې
عابدي ستا له امت یم محمدهﷺ