fbpx

بلخ: «چاهي» ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولویدله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ وږی ۱۳۹۷) تېره ورځ یکشنبه ماښام ناوخته د بلخ ولایت چاهي ولسوالۍ سقوط او د طالبانو لاسته ولویدله.

یوې امنیتي سرچینې ویلي چې تېره ورځ مازدیګر مهال طالبانو پر یادې ولسوالۍ بریدونه پیل کړل چې د سختو بریدونو له امله دولتي ځواکونه د تلفاتو په لیدلو سره له ولسوالۍ په شا شول.

سرچینې ویلي چې په دغو بریدونو کې ګڼو سربازانو ته مرګ ژوبله واوښته خو کره شمیره یې نده یاده کړې.

طالبانو د یادې ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږلې خبر پاڼه کې ویلي چې تېره ورځ مازدیګر مهال یې یې پر چاهي ولسوالۍ بریدونه پیل کړل او ماښام ناوخته یې د امنیتي ځواکونو په تیښته دغه ولسوالۍ ونیوله.

مجاهد ویلي چې په دغو بریدونو کې د ګڼو سرتیرو د وژل کیدلو تر څنګ ډیرې سپکې او درنې وسلې هم لاس ته ورغلي.

طالبانو د چاهي ولسوالۍ داسې مهال ونیوله چې امریکایي ځواکونو عمومي قومندان نیکولسن پر ځای سکاټ میلر ټاکلی چې پخوا یې د امریکایي ځانګړو ځواکونو د مشر په توګه دنده هم ترسره کړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د