مولوی فضل ربی (کوه صافی وال)
۱. ان هذه القلوب تصدأ كما يصدأ الحديد اذا أصابه الماء . قيل : وما جلاؤها ؟ قال ( صلی الله علیه وسلم ) : كثرة ذكر الموت وتلاوة القرآن .كنز العمال
ترجمه : بېشکه دا زړونه داسې زنګ کیږي لکه وسپنه چې زنګ کیږي کله چې اوبه ور ورسیږي وویل شول : نو بیا یې جلا څه شی دی رسول الله صصص وفرمایل : جلا یې د مرګ ډېر یادول او د قرآن کریم تلاوت دی .
۲.ان هذا الدينار والدرهم أهلكا من قبلكم وهما مهلكاكم .كنز العمال
ترجمه : بېشکه دې دینار او درهم (پیسې) هلاک کړل هغه خلک چې له ستاسې څخه وړاندې وو او دا ستاسې هلاکوونکی هم دي .
۳. صَلَاةُ الْجَمَاعَةِ تَفْضُلُ صَلَاةَ الْفَذِّ بِسَبْعٍ وَعِشْرِينَ دَرَجَةً. صحیح البخاري
ترجمه : د جمع مونځ د یوازې مانځه څخه په ۷ درجو باندې غوره دی .
۴. الصَّلَاةُ أَحْسَنُ مَا يَعْمَلُ النَّاسُ. صحیح البخاري
ترجمه : مونځ غوره هغه عمل دی چې خلک یې کوي .
۵. ان من السرف أن تأكل كل ما اشتهيت .سنن ابن ماجة
ترجمه : بېشکه دا هم له اسراف څخه دي چې هرڅه ستا زړه غواړي هغه هرشی وخورې .
۶. الصِّيَامُ جُنَّةٌ. صحیح البخاري
ترجمه : روژه سپر دی (چې انسان ورباندې له اوره ساتل کیږي) .
۷. صَلَاةٌ فِي مَسْجِدِي هَذَا خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ صَلَاةٍ فِيمَا سِوَاهُ إِلَّا الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ. صحیح البخاري
ترجمه : زما په دې جومات کې مونځ غوره دی له زرو مونځونو څخه چې په نورو جوماتونو کې وي بغیر د مسجد حرام څخه .
۸.ان لله ملكا ينادي عند كل صلاة : يا بني آدم قوموا الي نيرانكم التي اوقدتموها علي انفسكم فاطفئوها بالصلاة .كنز العمال
ترجمه : بېشکه یو ملک اواز کوي د هر مانځه په وخت کې : اې بنیادمانو ور پاڅېږئ هغه اور ته چې تاسې بل کړی دی په خپلو ځانونو باندې (د خپلو ګناهونو له امله) ګل یې کړئ په مانځه سره .
۹. طَعَامُ الِاثْنَيْنِ كَافِي الثَّلَاثَةِ. صحیح البخاري
ترجمه : د دوو کسانو خوراک دریو کسانو ته بس کیږي.
۱۰. الطَّاعُونُ شَهَادَةٌ لِكُلِّ مُسْلِمٍ. صحیح البخاري
ترجمه : وبا بیماري د هر مسلمان لپاره شهادت دی (پدې بیماري چې څوک مړ شي الله تعالی ورته د شهید درجه ورکوي).