fbpx

طالبان: نوی قومندان به هم ناکام وي، ناټو: راځئ خبرې وکړو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ وږی ۱۳۹۷): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ یکشنبه د امریکایانو د نوي قومندان پر ټاکل کېدو غبرګون وښود او وې ویل چې نوی قومندان به هم د پخوانو په څېر ناکام شي.
نوموړي په خپل ټویټر کې لیکلي چې د «دا خاوره داسې سرسپارلي مجاهدین او آګاه ملت لري چې بهرني یرغلګرو ته به تن کېنږدې، جنرال میلر به هم لکه جنرال نیکولسن په افغانستان کې دخپلو پرلپسې ناکامیو اومایوسيو شاهد وي. ان شاءالله».

د نوموړي په جواب کې د ناټو د بشپړ ماموریت تر نامه لاندي رسمي اکاونټ لیکلي: «مونږ تمه لرو چې تر ښکنځلو ور هاخوا په رغنده او هر اړخیزو خبرو اترو کې بوخت شو کوم چې افغانان او د دوی ملګري هغې حل لارې ته نېـږدې کوي چې د ټولو افغانانو هیله ده».

باید وویل شي دا لومړی ځل دی چې دناټو پوري اړوند د یوه رسمي او نظامي اکاونټ څخه د طالبانو خبرونو یا غبرګونونو ته جواب ویل کیږي او د مخامخ خبرو وړاندیز ورته کیږي.

د ناټو له لوري پر ټویټر باندي په علني توګه د خبرو اترو وړاندیز ته ذبیح الله مجاهد په جواب کې وویل: « موږ د جګړې له پيل څخه مخکې د رغنده خبرو غوښتنه کوله، خو تاسو وئ چې د جګړې لار مو غوره کړه، اوس هم فرصتونه لرئ، که تاسو واقعیتونه درک کړئ، زموږ آزادۍ ومنئ او متقابل درناوې ته غاړه کیږدئ، موږ د رغنده خبرو لپاره تاسو ته بلنه درکړې مهربانۍ وکړي».

باید وویل شي چې طالبان د ناټو او امریکايي ځواکونو څخه غواړي چې له هیواده ووځي او نور اشغال ته د پای ټکی کښيږدي خو ناټو او امریکايي ځواکونه وايي چې لومړی باید په افغانستان کې د خبرو او مذاکراتو له لاري سیاسي توافق وشي.

د سیاسي چارو کارپوه او د سولې په بحثونو کې فعاله ګډونوال نظر محمد مطمئن پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې دا یو ښه پيل دی، «که همدا مخامخ د دوی ترمنځ همدا لړۍ په راتلونکي کې رغنده بڼه غوره کړي، په دي معنی چې د ناټو نظامي کسان هم له طالبانو سره مخامخ اړیکې او خبرې غواړي؛ تر څو د جګړې پای او سولې ته حل لاره وموندل شي. او ملکي برخه کې خو وار له مخه امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرې او ناستې پېل کړي.
موږ سولې ته نږدې شوې یو».

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د امریکايانو او طالبانو تر منځ د افغانستان په اړه په قطر هیواد کې ملاقاتونه شوي او داسي ویل کیږي چې په نیژدې راتلونکې کیدای شي د دواړو اړخونو تر منځ د مخامخ ملاقاتونو دوهم پړاو هم تر سره شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

که فرضاً امريکايي او ناټو پوځيان ووايي چي موږ وزو، خو طالبان دي تضمين ورکړي چی جګړه به بس کوي او يا بې دغي غوښتني د طالبانو غوښتني ته مثبت ځواب ووايي او ووزي، نو بيا به طالبان څه کوي؟ نور به جګړه نه کوي؟ که د کابل دادارې سره سوله کوي؟ او يا د کابل اداره په جګړه له منځه وړي؟ که جګړه نه کوي په دې توګه خو د کابل اداره او باداران يې دا حالت له خدايه غواړي او ولس به بيا څه کوي؟ که بيا د کابل د ادارې سره سوله کوي، نو څله اوس د… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

محترم همت صاحب اسلام عليكم ستاسو ليكني خصوصا ديني ليكني مو تل په خوند لولم پاك الله سبحان وتعلى دى اجرونه در نصيب كي. خو د هيواد په ليكنو كي مو لگ ضعف وينم چى وماته ستاسو بي صبري خكاري . فرض به كو چى امريكا ووتله ستاسو په اند غلام دولت به سومره مقاومت وكي خصوصا كه پيسي پر بندى كي. كه طالبان ددولت سره خبري وكي نو دولت خو به خامخا خپله ونده په نوى دولت كي وغوارى نو دا به سنگه امكان ولرى چى شيخ هيبت الله أو دوستم دى پر يوه ميز په يوه دولت كى… نور لوستل »