fbpx

طالبانو د کندهار په ښار کې د دوو چاودنو مسؤلیت په غاړه واخیست

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ وږی ۱۳۹۷): د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وویل چې د کندهار په ښار کې د تیرې شپې په دوو پرلپسې چاودنو کې یو افسر وژل شوی او د څلورمې حوزې د معاون په شمول ۱۲ نورو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېره شپه پر اته بجې د کندهار ښار ۴مې امنیتې حوزې په نظم خاص سیمه کې دوه پرلپسې چاودنې وشوې چې له امله یې د امنیه قومندانۍ ویاند بشیر خاکسار په وینا پولیسو ته تلفات اوښتي دي.
نوموړي که څه هم د تلفاتو شمیر په ګوته نه کړ خو وې ویل چې چاودنې پر هغو پولیسو شوي چې په تالاشي بوخت وه.

د میرویس روغتون یوه ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چې د پيښې له ځایه روغتون ته ۸ کسه ټپیان ور وړل شوي دي چې ټول پولیس دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د