الهدایة خپرندویه اداره؛ له نویو پرمخګتونو سره!

الهدایة خپرندویه ادارې؛ چې د څه تخنیکي ستونزو له امله یې فعالیتونه متوقف شوي ول، له نویو پرمختګونو سره یو ځل بیا په خپلو خدماتو پیل وکړ. مخکي د خپرندویه ادارې نشریات یوازی تر فیسبوک، ټلګرام او ګوګل سټور پوري محدود ول، خو دا ځل د لا اسانتیا او پرمختګ لپاره یې په ښکلي ډیزاین د الهدایة خپرندویه ادارې په نوم (alhedayat.com) ویب پاڼه پرانیستلې چې د کاریالونو سربیره به پکې علمي لیکنې، پي ډي ایف کتابونه او لارښود غږیږ کلیپونه هم نشریږي. د نوموړي ویب پاڼې لپاره وړیا کاریال هم جوړ شوی دی چې مینوال یې له ويب پاڼې او ګوګل سټور څخه خپل مبایلونو ته کښته کولای شي.

اداره به د تیر په څیر یو ځل بیا د کاریالونو ( اپلکیشنونو ) په بڼه کتابونه نشروي، که غواړئ کتابو مو د مبایل لپاره اپلکیشن بڼې ته واړوئ، هیله ده په لاندي برېښنالیک اړیکه ونیسئ:

Hedayatjanjan@gmail.com