ایا روسیه او چین په افغانستان کي د امریکا پالیسي سبوتاژوي؟

واحد فقیري:

امریکايي سیاسي تحلیلګر انتوني کوردیسمېن د سپټمبر پر اوله د هیل په ویب سایټ کي لیکي: ۱۷ کاله کېږي چي امریکا د افغانستان په فرسایشي جنګ کي راګیر ده. متحده ایالات ځکه د افغانستان جنګ نه سي ګټلای چي هلته یو مات او ګوډ، یو وېشلی او فاسد، او یو غیر موثر حکومت تقویه کوي. بل پلو، دا هم څرګنده نه ده چي راتلونکي انتخابات به حالات بدل کړي او کنه. تر اوسه پوري، امریکايي هوايي قوې د افغان فوجیان پدې قادر کړي دي چي ستر ښارونه وساتي، او د امریکايي عسکرو د تلفاتو مخه ونیسي. خو د افغان د فوج او پولیس تلفات ډیر جګ دي. ښارونه تر تهدید لاندي دي، او امریکايي استخبارات وايي چي طالبان او نور افراطیان په زیاتیدونکې توګه کلیوالي سیمي تسخیروي.

که څه هم متحده ایالاتو په مدني او ملکي ساحه کي خپل کوښښونه نه دي خوشي کړي،‌ خو د کابل په حکومت کي ئې د اصلاح هلي ځلي بېخي را کمي کړي‌ دي او نه ئې هم خپلي مرستي دننه په حکومت کي اصلاحاتو ته مشروطي کړي دي. که څه هم افغانستان ته خارجي کومکونه ور روان دي، خو جهاني بانک وايي چي په افغانستان کي د فقر او بېکارۍ کچه جګه سوې ده. او بېکاره ځوانانو ښارونو ته مخه کړې ده.

داسي ښکاري چي د متحده ایالاتو ستراتيژي پر دې تکیه لري چي د طالبانو سره به د سولي مذاکرات کومه نتیجه ورکړي، ځکه ګومان کېږي چي طالبان ستړي دي، او امتیازات به ومني. او بالاخره همدا انکشافات به متحده ایالاتو ته د دې فرصت ورکړي چي له افغانستانه راووځي، او یوه نسبي فتح اعلام کړي. مګر هیڅوک نه غواړي چي په ویتنام کي د همدا شان خیالي «فتحي» په باب خبري وکړي.

همدې حالاتو ته په کتو سره، د روسیې او چین لپاره داسي انګېزه نسته چي په افغانستان کي د متحده ایالاتو کلک ملاتړ وکړي. روسیه ښايي وغواړي هر ځای چي ممکن وي پر امریکا باندي فشار زیات کړي. په عین زمان کي موږ باید دا فکر و نه کړو چي روسیه او چین پدې لټه کي دي چي په افغانستان کي د امریکا هلي ځلي سبوتاژ کړي، مګر دا ممکنه ده چي روسان او چینایان دا فکر وکړي چي بالاخره به امریکا له افغانستانه ستړې او ناامیده وځي. اوس، اصلي سوال دا دئ چي د افغانستان جنګ به کله ختمېږي؟ او امریکا به هلته څونه نوره پاته سي؟

د روسیې لپاره به دا د منلو وړ وي چي د طالبانو سره معامله وسي، او هغوی د افغانستان چاري په لاس کي‌ ونیسي، مګر پدې شرط چي افراطیت رامهار کړي. دا کار به مسکو ته ډاډ ورکړي چي که چیري امریکا خپل عسکر راوباسي، او د افغان اوسنی حکومت ړنګ سي، روسیه به د افراطیت له شره خلاصه وي. ځکه دمګری روسیه په افغانستان کي هیڅ ستراتیژیکي منافع نه لري، او هره هغه سیاسي معامله چي په مرکزي اسیا کي د مسکو ګټي خوندي کړي، د روسانو لپاره د منلو وړ ده. روسیه به ښايي وغواړي چي د طالبانو له لاري پر واشنګټن باندي څه غیر مستقیم فشار واچوي، خو دا د روسیې نهايي هدف نه دئ.

بلخوا، هر چا چي د چینايي چارواکو سره د افغانستان په باب خبري کړي دي، دې نتیجې ته رسېدلی دئ چي چین غواړي په افغانستان خپل نقش خورا کم او حد اقل وساتي، او تر هغه وخت پوري به دا کار وکړي تر څو افغانستان باثباته کېږي، او د چین د پانګوني لایق کېږي. چین همدااوس د افغانستان د مسو په کان کي عبثه او بې ګټي پانګونه کړې ده. لکه څنګه چي روسان د افغانستان له لاري د هند سمندر ته د تللو شوق نه لري، دغه راز چین هم د افغانستان له لاري «د ورېښمو د لاري» په غزولو کي کومه جدي علاقه نه لري. د چین «د سړک او کمربند» پروژه پاکستان، روسیه،‌ او د هند سمندر په غېز کي نیسي، نه افغانستان. چین نه غواړي چي د افغانستان په نا امنو غرونو کي خپله پروژه تېره کړه.

البته چین غواړي چي په واخان کي د فوجي تمریناتو لپاره یوه اډه جوړه کړي، ځکه دا سیمه د چین د مسلمانانو له منطقې سره تماس لري. دا خبره دا ښيي چي بېجینګ غواړي پدې سیمه کي یو بفر زون ولري، او د ایغور او تاجکو پر افراطیانو باندي نظارت ولري،‌ نه دا چي چین د افغانستان د مستقبل په اړه کومه خاصه علاقه لري. چین هم لکه روسیه پدې خوشحاله ده چي د متحده ایالاتو عسکر په افغانستان کي راګیر وي، ځکه دا هم د هغوی لپاره امنیت ساتي، او هم د امریکا پر فوج باندي فشار یو ډول فشار دئ.

اصلي خبره دا ده چي همدااوس متحده ایالات د افغانستان په ګاونډیانو کي سیمه ایز انډیوالان نه لري، خو د روسې او چین سره د افغانستان په ارتباط څه جزيي ګډي منافع لري. پدې شرایطو کي د متحده ایالاتو لپاره یو ښه زیری دا دئ چي په افغانستان کي د چین او روسیې نقش د هغوی پر شخصي منافعو باندي راڅرخي، نه د امریکا سره پر دوښمنۍ باندي.