شعري هنر / عرفان الله عرفاني

عشق کې ښۀ أقوال لري أمثال لري
ژوند د إستقلال لري أشکال لري

چا سره د مینې راز او نیاز لري
چا سره قتال لري جنجال لري

هرچا سره کړي ښۀ أُصولي برخورد
هر ځای انډيوال لري هم سیال لري

پوه دی د منطق په فلسفه باندې
ځانته استدلال لري لوړ خیال لري

ځوان دی په ځوانۍ کې له چا کم ندی
حُسن او جمال لري دسمال لري

علم سره بل شعري هنر لري
ذهن ښۀ فعال لري کمال لري

هم دی مجاهد کړي عملي جهاد
توره لري، ډال لري، مرال لري

نه لري د شرق او نه د غرب پروا
ځواک پوره سمبال لري إکمال لري

ډېره شوه اوږه د (عرفاني) کیسه
لا هغه زوړ حال لري وبال لري

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د