آیا درېیم بن، موقت حکومت او لویه جرګه د تېرو ناکامو تجربو بيا تکرار نه دی!؟

خالد ایثار

د افغانستان لوی ملي‌ ایتلاف چې د دولت بېلابېل سياسي مخالفین پکې راټول شوي دي، په دې وروستيو کې د یوې اعلامیې د خپرولو په ترڅ کې د هېواد د روان کړکېچن وضعیت لپاره درېیم بن کنفرانس، لويه جرګه او موقت حکومت د حللارو په توګه وړانديز کړي دي.

سره له دې چې دا کوم نوي بدیلونه نه دي، بلکې هر يو تجربه شوی او ناکامې تجربې یې اوس هم د دې خاورې مظلوم ولس کړوي. د دې لپاره چې د دغو بدیلو حللارو واقعیت او موثریت ښه درک کړو، لازمه ده چې له سياسي پلوه لږ ورباندې تم شو او تاریخي پس منظر یې څه ناڅه روښانه کړو.

بن کنفرانس؛ د بن لومړی کنفرانس چې په ۲۰۰۱م کال کې جوړ شو، په لوی لاس د افغانستان ځيني مطرح ډلې لکه (طالبان او حزب اسلامي) پکې له پامه وغورځول شول، ترڅو د امریکايي اشغال دوام ته لار هواره او دوی د حکومت، امریکا او ناټو د وسله‌والو مخالفینو په توګه خپل سياسي-نظامي ژوند ته دوام ورکړي. پخواني مجاهدين، يو شمېر جنګسالاران، قاتلین او د بشري حقونو ناقضين پر افغانستان وتپل شول چي په نتيجه کي يوه ناکاره او غيرمتعهده اداره رامنځته شوه. د جګړه مارو ډلو اړوند کسان چي تر دې د مخه يې د قدرت لپاره کلونه کلونه له يوبل سره جګړې کړې وې، په نوې اداره کې سره راغونډ شول او د دې پرځای چې د خلکو ستونزې هوارې کړي، خپلو شخصي او تنظيمي ګټو ته يې ترجيح ورکړه، غربي او امریکايي اشغال سره يې د زړه له کومي مرسته وکړه او د افغانستان د استعمار لپاره يې زمینه برابره او د غرب غلامۍ ته یې ملا وتړله.

همدغو جنګسالارانو او زورواکو له حکومتي واک څخه په ګټي اخيستنې هر يوه زرګونه جريبه دولتي او شخصي ځمکې غصب کړې، چي د يوې شمېرنې له مخې اوس په افغانستان کې کابو څلور ميليونه هکتاره ځمکه يادو زورواکو غصب کړې ده.

امریکا نه غوښتل چې افغانستان یو پياوړی، مرکزي او په ځان بسیا دولت ولري، ځکه یې واک د پخوانيو سختو رقيبو ډلو تر منځ ووېشه او دوی هم له دغه فرصت څخه په استفادې په حکومت کې دننه مافیايي کړۍ جوړې کړې. اداري فساد اوج ته ورسېد او افغانستان څو ځله پکې له مخکښانو څخه و. ناامني خورا زیاته شوه، تر دې چې په دې وروستیو کې سیګار د هېواد د ناوړه وضعیت په اړه «په افغانستان کې هېڅ خوندي ځای نشته» تر سرلیک لاندې یو راپور خپور کړ. د نړۍ تر ټولو زیات نشه‌یي توکي په افغانستان کې تولید شول او دا اندازه کال په کال لوړېږي، د بي بي سي د راپور په حواله په ۲۰۱۷م کال کې ۹ زره ټنه تریاک تولید شوي. د نشه‌یي توکو د دغه ناقانونه اقتصاد کچه د ټول هېواد د کرنیزو محصولاتو په اندازه ده او د سوداګرۍ ارزښت یې تر ۶.۶ میلیارده ډالرو پورې رسېږي. دغه راز له ۳۰ میلیونه نفوس څخه شاوخوا درې نیم میلیونه کسان په نشه‌یي توکو روږدي دي، چې یو میلیون یې ماشومان او ۸۰۰ زره یې ښځې دي. فقر او بېوزلي د دغه کنفرانس څخه د رازیږېدلي حکومت او سياسي نظام (وارداتي ډيموکراسۍ) یوه بله ډالۍ وه، چې دا مظلوم ولس یې تر ننه ورباندې وکړاوه. د وروستیو راپورونو پر بنسټ د افغانستان تر نیمايي زیات ۵۴٪ نفوس د فقر تر کرښه لاندې ژوند کوي. دغه راز فحاشي، بې‌بندوباره ازادۍ، غلا، ترور، وحشت، انتحاري او نور ناورینونه د دغه نظام زېږنده دي.

لویه جرګه؛ د طالبانو د حکومت له راپرځېدو وروسته څو لویې جرګې جوړې شوې؛ خو څنګه چې جرګه په افغانستان کې په عنعنوي ډول تر مشورې ورهاخوا په مهمو هېوادنيو مسئلو کې د پرېکړو صلاحیت هم لري، نو دغو جرګو په تکراري ډول د خپلو بادارنو د اهدافو لپاره کار وکړ. د اساسي قانون له جرګې وروسته څو نورې جرګې هم جوړې شوې، چې وروستۍ یې د کرزي د حکومت په وروستیو کې د امنیتي تړون د هوکړې په موخه مشورتي لويه جرګه وه، چې د امريکا د کرايي قاتلينو او امنيتي کمپنيو د انفجارونو تر فشارونو لاندې يې د امنیتي تړون د لاسلیکولو مشوره ورکړه او د افغانستان مظلوم ولس یې له رنګارنګ ناورینونو سره مخ کړ. نو په ټوله کې دغو لويو جرګو صرف د خپلو بادارانو د موخو او پروژو لپاره کار وکړ او هېڅکله يې د دې خاورې د مسلمان ولس اراده تمثيل نه شوای کړای.

موقت حکومت؛ هغه مهال رامنځته کېږي چې هېواد تازه له جګړې وتلی وي او ټولې ډلې ټپلې او ګوندونه په یوه لنډمهاله حکومت سره سلا شي، ترڅو هېواد له بحراني حالت څخه د ثبات او امن حالت ته ولاړ شي. یعنې له صفر څخه پيل وکړي او د انتقالي دورې په پایله کې نوی اساسي قانون جوړ او انتخابات وشي. د افغانستان د لوی ملي ایتلاف غړي هم دې نتیجې ته رسېدلي چې شته حکومت نور وضعیت نه شي کابو کولی، ناامني، درغلي او فساد اوج ته رسېدلي، شفاف انتخابات ناشوني دي؛ نو باید له صفره پيل وشي او ټولې خواوې پر یوه سرپرست موقت حکومت سره سلا شي، ترڅو انتخاباتو ته لار هواره او ثبات رامنځته شي. خو دلته موقت، انتقالي او له انتخاباتو وروسته حکومتونه تجربه شوي او امریکا ته یې لاسته راوړنې درلودې، نو امریکا به څنګه له ۱۷ کلنو لاسته راوړنو وروسته له صفره پيل کوي!؟ خو که يوازې له طالبانو سره د سولې لپاره او د هغوی لپاره په اساسي قانون کې د بدلون په موخه موقت حکومت جوړيږي، تر يوې کچې يې امکان شته، مګر دا چې دغه وړاندیزونه به زموږ ستونزې حل کړي، د افغانستان امنيت به ښه شي، خلک به سوکاله شي، دا هسې د هوا ګزول دي او له ځان غولولو پرته بل څه نه دي، ځکه سرپرست او موقت حکومت د امريکايي موخو او جنایتونو لپاره يو نوی سرپوښ دی چې تر يو څه وخته به بيا افغانان ور باندې بوخت وساتي او بس.

نو د دغه ایتلاف د رهبرانو او غړو لیدلوری ډېر تنګ او د افغانستان په جغرافیا کې محدود دی. خو امریکایان بیا دغو ټولو ستونزو ته له خپلې ایډیالوژۍ او یوې پراخې زاويې ګوري او په دې برخه کې پراخې استعماري لاسته راوړنې هم لري. دوی په ۲۰۱۴ کې خپل جنګیالي له وسله‌والو مخالفینو سره له مخامخ جګړې او جنګي جبهو راوایستل، جګړه یې بین الافغاني کړه، د جګړې ټول ښکېل اړخونه او قربانیان یې افغانان وګرځول او خپل پوځيان یې د جګړې له ډګره خوندي شوو اډو ته واستول. د دې تر څنګ د بېلابېلو پروګرامونو له لارې د افغانستان شتمني او معادن لوټوي، د نشه‌یي توکو له قاچاقه زیات عوايد تر لاسه کوي، د خپلې بشري ایډيولوژۍ، ارزښتونو او فرهنګ د خپرولو او تطبیق لپاره پراخې هڅې کوي. د افغانستان له جغرافیې څخه په سیمه کې د روسیې او چین د نفوذ د پراختیا په مخنیوي او په منځنۍ آسیا کې د چين او روسيې د استعمار د مخنيوی او په خپله د هغو د استعمار لپاره ګټه اخلي او هغوی بوخت ساتي، ترڅو په سترو نړیوالو قضیو کې سرخوږی ورته جوړ نه کړي. د دې ترڅنګ د امریکا بله ستره لاسته راوړنه دا ده چې ټول هغه عناصر یې تقربیاً له قدرته ګوښه کړي چې د دوی د سیاستونو لپاره خنډ کېدل لکه ځينې پخواني مجاهدین او کمونېستان؛ چې وروستی اقدام یې د اشرف غني لخوا په فوځ کې د اصلاحاتو په نامه څه د پاسه ۵۰۰ جنرالانو ګوښه کول وو. نو امریکا ته په افغانستان کې د ننه، سيمه ييز او نړيوال خپل ستر اهداف اهمیت لري او هغه اهداف د همداسې یوه بې کفایته، کمزوري او ګډوډ حکومت په اډانه کې ښه تر لاسه کېدی شي.

نو د ایتلاف غړي باید په دې غور وکړي، چې ولې یې د دا ډول حل لارو منبع د ټولنې شته واقعیتونه دي، هغه هم هغه واقعیتونه چې تل یې استعمار ورته ترسیموي. دوی د بن کنفرانس، لویو، مشورتي او دودیزو جرګو، موقت حکومت، انتقالي حکومت، د کرزي د حکومت او د ملي یووالي حکومت ناکامي تجربې لري او ښه پکې و آزمويل شول. نور باید عبرت واخلي، خپل اصلي دښمن او ريښتينې حللارې بايد وپېژني، له امریکا سره امنیتي او ستراتیژیک تړونونه لغوه کړي، د شرق او غرب استعمار ته نه ووايي او د یوې اساسي اسلامي او ایډیوژيکې حل لارې په لټه کې شي او د شته ناوړه وضعیت د تغيیر لپاره لاس په کار شي؛ ترڅو بالاخره داسې یو اساسي تغیر رامنځته کړي، چې د همېش لپاره دوی او دا مظلوم ولس نور د استعمار له ناورینونو څخه په امن شي او په آخرت کې هم ستر اجر او لوړ مقام تر لاسه کړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
خالد ایثار
میلمه
خالد ایثار

د نن ټکي اسیا سايټ له چلوونکو څخه نړۍ مننه او کورودانی چې زما مقاله مو راته خپره کړه