fbpx

د امنیت شورا لومړي مرستیال هم استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲وږي، ۱۳۹۷ل): د امنیت شورا له سلاکار حنیف اتمر وروسته، د دې شورا لومړي مرستیال هم ‏استعفا وړاندې کړې ده‎. ‎

سلیمان کاکړ، چې له څلورو کلونو راهیسې پر دې دنده بوخت و، پخپله استعفاءپاڼه کې لیکلي، چې د «ځينو ستونزو» له امله له ‏دندې لاس پر سر کېږي‎. ‎

کاکړ، له ارګه غوښتي چې له استعفا سره يې هوکړه وکړي او منظوره يې کړي‎. ‎

هغه په استعفا پاڼه کې د خپلو خدماتو له یادونې وروسته لیکلي، «په پای کې د ځينو ملحوظاتو او ستونزو له امله نشم کولی، چې ‏د ملي امنیت د مشاور د مرستیال په توګه دنده ترسره کړم، غواړم له دندې لاس پر سر شم‎.»

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې حنیف اتمر د خپلې استعفا دلیل د حکومت له رهبرۍ سره ژور اختلافات یاد کړي ‏و،

د حنیف اتمر پر ځای په امریکا کې د افغانستان مخکينی سفیر حمدالله محب وټاکل شو.

طالبانو په ګډ حکومت کې روان وضعیت د سقوط نښې بللې او په یوه تبصره کې يې یادونه کړې، چې د حکومت د تزلزل او مخ ‏پر سقوط وضعیت علت دا دی چې دا حکومت افغاني صبغه نه لري‎.Istifa-amneyat

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د