ولایتي شورا: پاکستاني ځواکونو د کونړ خاوره کې پوستې جوړې کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲وږي، ۱۳۹۷ل): د کونړ ولایتي شورا او ځايي اوسېدونکي وايي پاکستاني ځواکونو د سرکاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې پوستې جوړې کړې دي.

د دوی په وینا پاکستاني ځواکونو د دې ولسوالۍ په کریړ سیمه کې ودانۍ جوړې کړې او د اغزن تار لګولو کار يې هم پیل کړی دی.

د کونړ د ولایتي شورا پخواني رییس حاجي محمد ساپي ازادي راډيو ته ويلي چې پاکستاني ځواکونه د ډېورنډ کرښې تر صفري نقطې هم را تېر شوي او دوی اندېښنې پر سر اخیستي.

سرچینه د ځايي قومي مشر زرګل له خولې وايي چې پاکستاني ځواکونو یو کېلومتر وړاندې راغلي او د نولۍ او ګلونو درې تر منځ د سپينې څوکې په نوم مهم ځای یې نیولی دی.

تر اوسه مرکزي ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي، کونړ وړاندې تر دې هم د پاکستاني توغندیزو بریدونو شاهد پاتې شوی.

دا په داسې حال کې دی چې پاکستان په ننګرهار کې هم، خپله قونسلګري د ځايي والي د مداخلې په پلمه تړلې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د