تصویر؛ له ارشیفه

طالبان وايي لوګر کې يې دوه امریکایان وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲وږي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د لوګر په محمد اغه ولسوالۍ کې يې د امریکایانو پر اکمالاتي کتار مخامخ برید کړی او دوه تنه يې وژلي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې تېر سهار د محمد اغه ولسوالۍ تنګي واغجان سیمه کې د امریکایانو کتار د دوی د کمین ښکار شو، چې پکې دوه امریکایان ووژل شول او ګڼ نور ټپيان شول.

خبرپاڼه کاږي: «د دغه اتلوال برید په ترڅ کې چې پوره یـوساعت یې دوام درلود د اشغالګر دښمن ۲ عسکر قتل، ۵ موټر تخریب او ګڼ شمېر نور عسکر مرګونې ټپیان شول.»

تر اوسه په افغانستان کې مېشتو بهرنیانو په لوګر کې د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د