افغانستان

سکاټ مېلر، د حکومت له دواړو مشرانو سره جلا جلا لیدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲وږي، ۱۳۹۷ل): د بهرنیانو نوي قومندان سکاټ مېلر د ګډ حکومت له دواړو مشرانو سره جلا جلا لېدلي دي.

ګلخانې او سپېدار ماڼیو په جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې له هغه يې مننه کړې او هغه ته يې د بریا لاسونه لپه کړي.

د محمد اشرف غني د لیدنې په اړه ویل شوي، چې له مېلر نه يې د دې دروند مسؤلیت اخیستو مننه کړې او د بریا هیله يې ورته کړې ده.

عبدالله عبدالله هم د بریا د هیلې تر څنګ هغه ته د دې مسؤلیت د ور په غاړه کېدو مبارکي ورکړې.abdullah-milar

مېلر دواړو ته د همکارۍ سینه ډبولې او ټينګار يې کړی چې د سولې لپاره به نظامي فشار زیات کړي، هغه چې نېکولسن هم پکې پوره وس وکړ.

نېکولسن له ۲۰۱۶م کال راهیسې د بهرنیانو عمومي قومندان و، چې د تېر کال په وروستیو کې د ټرمپ د نوي ستراتېژي له پیل سره يې په هوايي بریدونو کې د تېرې ټولې جګړې په پرتله زیاتی راوست.

د دې ستراتېژي له اعلان وروسته، د غوڅ ملاتړ ماموریت د معلوماتو پر اساس هره میاشت پر افغان خاوره حد اقل څلور سوه او حد اکثر د اوو سوو شاوخو بمونه غورځول شوي دي.

۵۷ کلن مېلر د امریکا په هاوای ایالت کې زېږېدلی او په افغانستان کې يې د امریکايي ځانګړو ځواکونو چې په شپنیو عملیاتو او ملکي تلفاتو کې نوم لري، قومنده هم ترسره کړې.

طالبانو هغه ته د سولې پر خبرو د ټينګار بلنه ورکړې او په وینا يې باید له تېرو ناکامو قومندانانو يې زده کړې چې له «افغان ولس سره پنجه نرمه نه کړي.»

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close