كابل: د چاودني له امله د ولسي جرګې کانديد ووژل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۱۲وږی ۱۳۹۷ل): امنیتي چارواکي وایی چې د کابل ښار شیرپورسیمه کې، تېرماښام شاوخوا 7 بجې یوه درنه چاودنه رامنځ ته شوه چې په ترڅ کې یې د ولسي جرګې لپاره کاندید انور نیازي ووژل شو او څلور نور ساتونکي یې ټپیان شول.

د كابل امنيه قوماندانۍ وياند حشمت ستانكزي رسنیو ته ويلي چې، د لسمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د یاد کاندید پر هایلکس موټر د چسپكي ماين په وسیله چاودنه شوې چې له کبله یې ولسي جرګې ته كانديد انور نیازي په ګډون څلورو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نوموړي زياته كړي، چې انور نیازی هم لومړی ټپی وو خو وروسته یې د زخمونو د ژورتیا له امله په روغتون كې ساه وركړه.

حشمت ستانکزي ویلي چې د پيښې په تړاو یې تراوسه څوک نه دي نیولي، خو په وینا یې چې د پیښې جدي پلټنه یې روانه کړي ده،

باید وویل شي چې په کابل او نور ټول هیواد کې امنیتي وضعیت د پخوا په پرتله څو چنده خراب شوی ، چې لوی عامل یې د شنونکو له نظره، د چارواکو خپل منځي اختلافات او ناهمغږي ده.

د کابل ښار د یادې پیښې پړه تراوسه چا نه ده منلى.