د خوب کمښت مو په کومو ناروغیو اخته کوي؟ د ښه خوب لپاره مهمې نکتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ وږی، ۱۳۹۷ل): نږدې ټول روغتيايي څېړونکي د خوب د اهميت په اړه سره يوه خوله دي، د خوب د کموالي زیانونو په اړه يې خبرداری ورکړی، څومره چې د انسان عمر زياتيږی په هماغه اندازه يې په خوب کې کموالی هم راځي.

د اړتيا په اندازه خوب د انسان په ذهانت او د ماغزو قوت کې مهم رول لري، او پوره خوب د انسان د درک وړتيا قوي کوي، څیړونکي زیاتوي چې د یوه عام کس لپاره په شپه او ورځ کې تر اته ساعتونو خو بې اندازې ضروري دی، له شپږو کم او له اتو ساعتو زیات خوب مو په یو شمېر ناروغیو اخته کولی شي.

پوهان وایي چې د خوب کموالی په انسان کې له منفي اغیزو بل څه نه زیږوي، راځئ چې وګورو کم خوب د کومو ناروغیو لامل کیږي؟

ډپریشن یا خپګان

د یوې څیړنې سره سم د خوب کمښت انسان په ستومانتیا اخته کوي، چې وروسته ورسره انسان د ورځې په پېل کې مو بدن ستړی، ستومانه او د خپګان احساس کوئ، چې په سمه توګه خپله ورځنی دنده هم نشئ ترسره کولای.

د درک او تمرکز وړتیا کمزورې کوي

کله مو چې د شپې لخوا خوب کم کړی وي نو د ورځې په اوږدو کې مو ذهن حاضر نه وي، او په سمه توګه تمرکز نشي کولی، دغه وضعیت وړاندې پر ADHD (د ناروغۍ یو حالت دی) اخته کیږي، چې له کبله یې ناروغ کس په هر څه باندې سم تمرکز نشي کولای.

شکر ناروغي

د خوب کمښت بدن کې د انسولینو شته هارمونونه اغیزمن کوي، انسولین په غذا کې شته شکر جذبوي او د بدن له برخې ګرځېدو څخه یې ساتي، که دغه هارمونونه خپل کار پریږدي نو بدن کې د شکر اندازه لوړیږي او په پایله کې د شکر ناروغي رامنځته کیږي.

د وینې لوړ فشار

د خوب کمښت یو ستر زیان دادی چې د وینې لوړ فشار زیاتوي، او د وخت په تېریدو سره انسان د لوړ فشار په ناروغۍ عادي کوي.

کولیسترول زیاتوي

د خوب کمښت بدن کې د کولیسترول کچه لوړوي، چې د چاغوالي او زړه ناروغیو لامل کیږي، او ورسره بدن کمزوری کیږي.

د ښه خوب لپاره څه باید وشي؟

د ښه خوب لپاره لومړی باید د شپې لخوا د مبایل، لیپټاپ او یا نورو بریښنايي رڼاګانو څخه ځان وژغورل شي، دویم، د ښه خوب لپاره باید د شپې لخوا یو وخت تنظیم شي، د شپې لخوا چای او کافي څښلو څخه ډډه وکړئ او همدا رنګه د خوب ځای مو ارامه او پر سکونه کړئ!