د جنرال میلر نوی ماموریت به څومره بریالی وي؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

تیره ورځ په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو قومنده نوي امریکايي جنرال سکاټ میلر ته وسپارل شوه.

نوموړی په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ۱۱ پوځي قومندان او نهم امریکايي جنرال دی چې د امریکا په تاریخ کې د ترټولو اوږدې جګړې سرمشري ورسپارل کیږي.

تر ده مخکیني جنرال جان نیکولسن دوه کاله وړاندې د خپل تقرر په مهال غوره کړې وه چې دی به تر ۲۰۱۸ کاله پوري د افغانستان جګړه ختموي او خپل مخالفین به له منځه وړي.

خو ښاغلي نیکولسن نه یواځې دا چې د جګړې په ختمیدو کې بریالی نه شو ؛ بلکې د ده دماموریت په مهال د افغانستان جګړه لا تونده آن تردې چې مخالفین (طالبان) د ولایتونو د مراکزو په لاندې کولو بریالي شول، د ولسي خلګو تلفات زیات او د امریکا او ناټو تر حمایت لاندې دولتي واکمنۍ دومره کمزوري شوه چې خپله جنرال نیکولسن به د ناټو له قومندانۍ تر هوايي ډګر پوري د الوتکې په مټ تګ راتګ کولای شوای.

اوس چې پر همدې ستونزمن ماموریت جنرال میلر ټاکل شوی ، که نوموړی هغه روشونه په کار واچوي کوم چې تر ده وړاندې امریکايي جنرالانو عملي او آزمویلي دي نو له شکه پرته چې دی به هم له هغه ناکام برخلیک سره مخ کیږي له کوم سره چې هغوي مخ شوي وو.

ځکه جنرال ستانلي مکریستال چې د امریکا په پوځ کې د فوق العاده محاربوي استعداد لرونکي قومندانان و او د عراق او بالکان د جګړو تجربې هم ورسره وي مګر په افغانستان کې یې جګړه ییز ماموریت دومره ناکام و چې د جنرال مکرستال د ماموریت وروستی کال په افغانستان کې د بهرنیوځواکونو لپاره تر ټولو خونړی کال و چې تر۷۰۰ زیات بهرني سرتیري ورکي ووژل شول او په نتیجه کې یې مکرستال هم په ناکامي سره د بارک او باما لخوا له ندې ګوښه کړل شو.

هغه څه چې د جنرال میلر په نوی ماموریت کې د هیله مندۍ وړ دي هغه د نوموړي لخوا د طالبانو د ویاند ښاغلي ذبیح الله (مجاهد) د ټویټ په غبرګون ځوابي ټویټ و چې وايي : (( مونږ تمه لرو چې تر ښکنځلو ور هاخوا په رغنده او هر اړخیزو خبرو اترو کې بوخت شو کوم چې افغانان او د هغوی ملګري هغې حل لارې ته نیږدي کوي چې د ټولو افغانانو هیله ده …))

د ښاغلي میلر په یاد ځوابي ټویټ کې که څه هم چې د ډیالوګ او نورمال تفاهم هیڅ نزاکت نه لیدل کیږي ؛ ځکه د ده د ټاکنې په اړه د ښاغلي مجاهد په ټویټ کې هیڅ داسې څه نه شته چې پر هغه دي د ښکنځلو اطلاق وشي ، خو بیا هم چې نوموړی غواړي له جګړې او زور آزمویلو پرته په رغنده او هر اړخیزو خبرو کې بوخت شي یو هیله بښونکی اقدام دی.

د ښاغلي میلر تر ماموریت ور ها خوا اصلي خبره د افغانستان په اړه د سپینې ماڼۍ جنګي ستراتیژي ده چې باید له جګړې او زور آزمایلو پرته پرداسې سیاست عیاره شي چې په هغه کې د جګړې له منځه وړل ممکن شي.

له طالبانو سره د مذاکراتي بهیر د پیلولو ترڅنګ په افغانستان کې د جګړې لپاره نوی قومندان ټاکل هغه څه دي چې د سولې پر راوستلو باندې د افغانانو باور زیانمنوي.