اربکیان
تصویر؛ ارشیف

غور: دولتیار کې ۵۰ اربکیانو خپلې وسلې پر ځمکه ايښې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲وږي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د غور په دولتیار کې ۵۰ اربکي وسله‌وال ورته تسلیم شوی دی.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دا کسان د قومندان محمد نسیم کهزاد تر لاس لاندې و، چې د یادې ولسوالۍ په سمک سیمه کې يې واک درلود.

خبرپاڼه لیکي: «د محمدنسیم کهزاد ۵۰ تنه ملګري له خپلو ټولو وسلو او تجهیزاتو سره د حقایقو په درک کولو سره د اسلامي امارت مجاهدینو ته تسلیم شول.»

طالبان وايي دوی يې هرکلی کړی او اربکیانو هم د دوی د ملګرتیا سینې ډبولې، خو نه يې دي ویلي، چې قومندان کهزاد هم تسلیم شوی کنه.

«مجاهدینو د نوموړو تود هر کلی وکړ نوموړو هم کلک هوډ څرګند کړ چې نور به د ژوند تر پایه د اسلامي امارت مجاهدینو و همکارۍ ته دوام ورکوي.»

د غور ځايي چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د